Shoq e Ilm e Hadees

Book Name:Shoq e Ilm e Hadees

سبب الله پاک زه اوبخښلم۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے۔۔۔!! معلومه شوه چې د حديثِ پاک د زده کولو د پاره سفر کول ډيره لويه نيکي ده، دومره د کمال نه ډَکه نيکي ده کومه چې د بخښنې ذريعه جوړيدے شي۔

پۀ قرآنِ پاک کښې د مُحَدِّثِينو ذِکر

الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:

فَلَوْ لَا نَفَرَ مِنْ كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَآىٕفَةٌ لِّیَتَفَقَّهُوْا فِی الدِّیْنِ وَ لِیُنْذِرُوْا قَوْمَهُمْ اِذَا رَجَعُوْۤا اِلَیْهِمْ لَعَلَّهُمْ یَحْذَرُوْنَ۠(۱۲۲) (پارہ:11، سورۂ توبہ:122)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو د هغوئي د هرې ډلې نه يو ټولګے ولې نه ووځي د پاره د دې چې پۀ دين کښې پوهه حاصله کړي او چې کله د هغوئي طرف ته [يعنې د خپل قوم طرف ته] بيرته راشي نو هغوئي ويَروي، د پاره د دې چې هغوئي ويَريږي۔

حضرت حمّاد بن زيد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څوک چې ډير لوئي عالِم وو، هغوئي فرمائي: پۀ دې آيت مبارک کښې د مُحَدِّثِينو ذِکر دے (عاشقِ حديثِ کے واقعات)، يعنې دا فرمائيلے شوي دي چې يوې ډلې له پکار دي چې هغوئي د کورونو نه ووځي، د علمائے کرامو د خدمت د پاره ورسي، هلته چې لاړ شي او احاديث زده کړي، بيا واپس راشي او خپلو


 

 



[1]... شرف اصحاب الحدیث، باب ذکر ما رآہ الصالحون... الخ، جز:3 ، صفحہ:108، رقم:241۔