Shoq e Ilm e Hadees

Book Name:Shoq e Ilm e Hadees

يـې بندولو او پۀ زرګونو کلوميټره سفر به يـې کولو او صرف د يو حديث لوستلو د پاره به تلل۔ امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: حضرت ابُو عبّاس مُستَغفري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته خبر ميلاو شو چې پۀ مِصر کښې حضرت ابو حامِد مِصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه حديثِ خالد بن وَليد روايت کوي نو هغوئي خپل کور کلے پريښودو، د حديثِ خالد بن وليد اوريدو د پاره مِصر ته لاړو، د حضرت ابو حامِد مِصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښې حاضر شو، د حديث اورولو عرض يـې وکړو نو هغوئي وفرمائيل: وړومبے يو کال روژې ونيسه، بيا به يـې درته بيان کړم۔ د حضرت ابو عباس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حديث د اوريدو سره دومره شوق وو چې هغوئي پوره کال يعني 5ورځي يو شوَّال او10نه تر13ذوالحج نه علاوه تقريبا360ورځي روژې يـې ونيولې، بيا حاضر شو او د حديثِ خالد بن وليد اوريدو سعادت يـې حاصل کړو۔ ([1])

د بخښنې يو سبب

سُبْحٰنَ اللہ! دا وو مخکښيني مسلمانان۔۔۔!! د دوئي به د حديثونو د وئيلو، اوريدو سره څومره شوق وو۔۔۔!! نن سبا خو بس د خوره، څښه او مزې کوه شوق پاتې شوے دے۔ الله پاک دې زمونږ پۀ حال باندې رحم وکړي۔

حضرت زکريا بِن عدّي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د حضرت عبد الله بن مُبارَک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وفات نه پس ما هغه پۀ خوب کښې وليدو او پوښتنه مې وکړه: مَا فَعَلَ اللہُ بِکَ الله پاک ستاسو سره څۀ معامله وفرمائيله؟ هغوئي جواب راکړو: د حديث د طلب د پاره د سفر پۀ


 

 



[1]... جامع الاحادیث، جلد:19، صفحہ:405، حدیث:14922۔