Shoq e Ilm e Hadees

Book Name:Shoq e Ilm e Hadees

صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دوئي باندې کرم فرمائي۔ خاص د عنايت نظر کيږي، که پۀ مشکل کښي اونخلي نو محبوبِ ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پخپله هم کرم فرمائي، پۀ خوب کښې ديدن ورکوي او مشکلات يـې هم حل کوي۔

د احاديثو زده کولو طرف ته توجه ولې نشته؟

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! افسوس چې اوس د خلقو پۀ زړونو کښې د حديثِ پاک د زده کولو جذبه کمه شوې ده * د سائنس زده کولو ډيره جذبه ده * د کميسټرۍ زده کولو ډير شوق دے * خلق د فلسفے لوستلو د پاره * د نفسياتو د عِلم  زده کولو د پاره او پته نه لګي چې د څنګه څنګه علومو زده کولو د پاره د لرې لرې سفر کوي، بهر ملکونو ته ځي، د هاسټل خرچې هم برداشت کوي، پۀ لکونو روپۍ يـې خرچ کيږي، بيا چي کله بچے سبق ووائي او واپس راشي نو ډير پۀ فخر باندې وئيلے شي: زما زوي پۀ فلانکي ملک، فلانکۍ يونيورسټۍ کښې سبق وئيلے دے۔

ټيک ده۔ که جائِز دنيائي عِلم او پۀ جائزه طريقه يـې زده کړے دے نو شرعاً پۀ دې کښي هيڅ باک نشته خو د ټولو نه عظيم ترين چې کوم عِلم دے، هغه د قرآنِ پاک د عِلم نه پس د حديث عِلم دے۔ دې طرف ته زمونږه توجه ولې نشته؟

زۀ حديث هُم  معقول ګڼم اولولم يـې

 يو ډير لوئي عالِم صاحب وو، د هغوئي د طالبِ علمۍ د وخت واقعه ده۔ پۀ بنديال شريف کښې به يـې سبق وئيلو۔ يو ځل مدرسے ته څوک فلسفي صاحب راغلو۔ د طالبِ علمانو سره کښيناستو۔ تعارف وغيره يـې هم وکړو۔ هٰغه عالِم صاحب کوم چې هٰغه وخت طالبِ عِلم وو، هٰغه فلسفي د هغۀ نه پوښتنه وکړه: مولانا! څۀ لولئ۔ اوئې وئيل: