Book Name:Shoq e Ilm e Hadees
* حتمي دے۔ څۀ چې رسولِ ذيشان، محبوبِ رحمان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل، هُم داسې دي، دُنيا د يو ځائے نه بَل ځائے ته کيدے شي، اسمان ښکته او زمکه بره تللے شي خو د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ عالي شان چرې هم غلط نشي کيدے۔
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! هر مسلمان پۀ دې حقيقت باندې پوهيږي هم، مني يـې هم خو افسوس! د دې باوجود د حديثِ پاک د لوستلو جذبه کمه ده۔ کاش چې زمونږه د عِلمِ حديث شوق نصيب شي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نن سبا پۀ عالمي کچ اِلحاد ډير خوريږي، دا ډيره غټه فتنه ده، د اِلحاد مطلب دے: بے ديني۔ هٰغه خلق کوم چې د الله پاک د وجود نه هم انکار کوي، هغوئي ته مُلحِدين وئيلے شي۔ د دې فتنے حل څۀ دے؟ دا به څنګه ختمه کړے شي؟ د دې نه حفاظت څنګه کيدے شي؟ واورئ! حضرت ابو نَصر بن سَلام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ مُلحِدينو باندې د ټولو نه سخت څيز د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلي حديثونه دي۔
معلومه شوه که د بے دِينۍ د فتنے مقابله کول وي، د دې ختمول وي نو د دې عِلاج څۀ دے؟ حديثونه ولولئ، حديثونه نورو ته وښايئ، احاديث مبارک عام کړئ۔ ځکه مونږ له پکار دي چې احاديث مبارک ښه عام کړو، احاديث زده هم کړو او نورو ته يـې هم وښايو۔
د نيکانو خلقو د عِلمِ حديث سره شوق
زمونږه د بزرګانو، د الله پاک د نيکانو بندګانو د عِلمِ حديث سره څومره شوق وو، واورئ! * حضرت جابِر بن عبد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابئ رسول دے، يو ځل هغوئي ته