Book Name:Shoq e Ilm e Hadees
دغه ده: قَالَ اللہُ، قَالَ رَسُوْلُ اللہِ (الله پاک وفرمائيل، رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل)۔ هم
دغه وائي،هم دغه بيانوي، اَلْحَمْدُ
لِلّٰہ! هغۀ پۀ دُنيا کښي هم هميشه خوشحاله اوسي او
اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیْم!په آخرت کښي به هم خوشحال وي۔ که وکتلے شي نو د عِلم والا تنخواګانې کمې وي خو د دې
باوجود د هغوئي ژوند پۀ خوشحالۍ تيريږي، د دې وجه هم
دغه ده چي دا
خلق احاديث زده کوي هم، ښائي يـې هم۔
يو بَل حديثِ پاک واورئ! خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: زما پۀ اُمَّت کښې به د يوې ډلې هميشه مدد کيږي۔ هغوئي رسوا کوونکي به هغوئي ته هيڅ نقصان اونه رسولے شي، تر دې پورې چې قيامت به قائِم شي۔
حضرت علي بن مَدِينِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دې نه مُراد مُحَدِّثين (يعنې د عِلمِ حديث ماهره علمائے کرام) دي۔
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے د احاديثو د زده کوونکو او نورو ته د ښودونکو۔
يو ډير لوئي مُحَدِّث تير شوے دے: حضرت يعقوب بن سفيان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه۔ هغوئي فرمائي:مابه احاديث زده کول، يو ځل زۀد احاديثو زده کولو د پاره پۀ سفر ووتلم پۀ دغه دوران کښې زما زادِ راه (د سفر خرچه وغيره) ختمه شوه۔ بيا ما څۀ وکړل چې يو وړه شان نوکري مې وکتله، د شپې به مې نوکري کوله، د ورځې به مې احاديث مبارک زده کول۔ يو ځل د يخنۍ موسم وو، زۀ د ډيوې رڼا ته ناست ووم او ليکل مې کول۔ ناڅاپه زما پۀ