Shoq e Ilm e Hadees

Book Name:Shoq e Ilm e Hadees

خبر ميلاؤ شو چې د حضرت عبد الله بن اُنيس انصاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره يو حديث دے، کوم چې حضرت جابِر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه وو اوريدلے، نو هغوئي اوښ واخستو او يوه مياشت سفر يـې وکړو او شام ملک ته لاړلو، د حضرت عبد الله بن اُنيس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه يـې هٰغه حديث واوريدلو او واپس يـې تشريف راوړلو۔ * حضرت عبد الله بن مبارَک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئي مُحَدِّث دے، هغوئي د احاديثو زده کولو د پاره د يمن، مصر، شام، بصرې او کوفې سفر وکړو۔ هغوئي به احاديث اوريدل او هغه به يـې ليکل، داسې هغوئي د احاديثو يوه لويه ذخيره جمع کړله۔ * حضرت ابو مَعشَر کوفي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه صرف د يو حديثِ پاک اوريدو د پاره د کوفې نه تر بصرې پورې سفر وکړو * حضرت مَکحُول رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عِلم لټولو د پاره د ټولې زمکې سفر وکړو * حضرت اَربِدَه تَمِيمِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما ته چې چرته هم د چا صاحبِ عِلم خبر راورسيدلو، زۀ د هغوئي نه د حديثِ پاک اوريدو د پاره هم هلته لاړم۔ * حضرت هَيثَم بن جميل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حديث د طلب د پاره د سفر پۀ وجه باندې دوه ځل غريب شو۔ يعنې هغوئي يو ځل سفر وکړو، څۀ مال دولت چې ورسره وو، ټول يـې پۀ هٰغه سفر باندې ولګولو، غريب شو، بيا يـې رقم جمع کړلو، بيا د احاديثو زده کولو د پاره ووتلو او ټول مال دولت يـې ختم کړو * حضرت اِبنِ مُقرِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما د احاديثو زده کولو د پاره 4 کرته د مشرق نه تر مغربه پورې سفر وکړو * حضرت يعقوب بن سفيان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د احاديثو زده کولو د پاره تر 30 کالو پورې پۀ سفر کښې وو۔

سُبْحٰنَ اللہ! د دې 30 کالو د سفر صِله څۀ ميلاؤ شوه؟ واورئ!