Book Name:Shoq e Ilm e Hadees
يـې وکړو: د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے:
اِذَا سَلَّمَ اَحَدُكُمْ ثَلَاثًا فَلَمْ يُجَبْ
فَلْيَرْجِعْ چې کله پۀ تاسو کښې يو بنده درې کرته سلام وکړي، او څۀ جواب رانشي نو واپس لاړ شئ۔
حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې دا واوريدل نو پۀ جلال کښې يـې وفرمائيل: اے ابو موسیٰ! دا چې تاسو څۀ وايئ، دا واقعي ده چې د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان دے، پۀ دې باندې ګواه راولئ! ګنې نو زۀ به تاسو له سزا درکړم۔
بيا د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ جلال خو ډير مشهور دے، حضرت ابو موسیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ويريدلو۔ پۀ مخ کښې يـې زيړ والے راغلو۔ زر جومات ته لاړلو، هلته صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د عِلمِ دِين حلقه لګولې وه او ناست وو۔ ابو موسیٰ اشعري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د هغوئي نه پوښتنه وکړه چې داسې حديثِ پاک دے، آيا پۀ تاسو کښې چا د محبوبِ ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خُلې مبارکې نه اوريدلے دے؟ هلته ناستو ټولو صحابۀ کرامو وه وئيل: مونږ ټولو اوريدلے دے۔ نو پۀ هغوئي کښې يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د هغوئي سره راغلو، د هغوئي پۀ حق کښې يـې ګواهي ورکړله چې حضرت ابو موسیٰ اشعري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې څۀ فرمائي، دا واقعي ده چې حديث دے۔ په يو روايت کښي دي: حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفرمائيل: اے ابو موسیٰ! زۀ په تاسو باندي الزام نه لګوم (ګني چي تاسو دخوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په باره کښي دروغ وائے ما ته معلومه وه چې تاسو رښتوني يئ)خو( ما ستاسو نه ګواه دي دپاره وغوښتل چي خلق د حديث بيانولو کښي د احتياط نه کار واخلي ولي چي)د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دحديث بيانولو معامله ډيره اهمه ده