Shoq e Ilm e Hadees

Book Name:Shoq e Ilm e Hadees

ملاقات پۀ وخت مُصافَحَه کوي او د يو بل خيريت معلوموي نو الله پاک د دوئي مينځ کښې 100 رحمتونه نازلوي پۀ کومو کښې چې 99 رحمتونه پۀ جوش سره د ميلاويدونکي او پۀ ښه طريقه د خپل ورور خيريت معلوموونکي د پاره وي۔

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! لاس ميلاوهلو ته پۀ عربۍ کښې مُصَافَحه او پۀ انګلش کښې Handshake وئيلے شي * د 2 مسلمانانو د ملاقات پۀ وخت د دواړو لاسونو سره مصافحه کول يعنې دواړه لاسونه ميلاوهل سُنَّت دي * د لاس ميلاوهلو نه مخکښې سلام وکړئ * د رخصتيدو پۀ وخت هم سلام وکړئ (ورسره) لاس هم ميلاوهلے شئ * د لاس ميلاوهلو پۀ وخت درودِ پاک لولئ د لاس پريښودو نه مخکښې به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! مخکښې وروستو ګناهونه معاف کيږي * د لاس ميلاوهلو پۀ وخت درود شريف لولئ او دا دُعا هم ولولئ: یَغْفِرُاللہُ لَنَا وَلَکُمْ (يعنې الله پاک دې زمونږه او ستاسو مغفرت وکړي) * 2 مسلمانان چې د لاس ميلاوهلو پۀ وخت کومه دُعا کوي اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! قبليږي به او د لاس پريښودو نه مخکښي مخکښې به دواړه بخښلے کيږي اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! * پۀ خپل مينځ کښې د لاس ميلاوهلو سره دښمني ختميږي * مسلمان ته د سلام کولو، لاس ميلاوهلو بلکې پۀ محبت سره د هغۀ د ديدن کولو سره هم ثواب ميلاؤيږي۔ حديثِ پاک دے: څوک چې خپل مسلمان ورور ته پۀ محبت سره وګوري او د هغۀ پۀ زړۀ کښې تربګني نه وي نو د سترګو اړولو نه مخکښې به د دواړو مخکښې وروستو ګناهونه اوبخښلے شي۔ ([1]) * نن سبا بعضې خلق يو يو لاس ميلاوهي بلکې صرف ګوتې د يو


 

 



[1]... شعب الایمان، باب فی الحث علی ترک الغل...الخ، صفحہ:271، حدیث:6624۔