Shoq e Ilm e Hadees

Book Name:Shoq e Ilm e Hadees

پاک ډير کتابونه هم ليکلي دي او حديثونه به يـې زباني هم يادول۔ فرمائي: ما ته پۀ مخ د زمکه 2 لاکهه حديثونه ميلاؤ شول، ما هٰغه ټول ياد کړل، که نور ميلاؤ شوے وے نو هغه به مې هم ياد کړے وے۔ ([1])

کلامِ مصطفےٰ سے اس قدر تھی انسیت اُن کو

جو پڑھتے یاد کر لیتے روایت تھے جلالُ الدِّین

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اندازه ولګوئ! دا څومره د محنت کار دے، حديثونه، د هغې د راويانو نومونه، بيا د هر يو راوي پۀ باره کښې معلومات حاصلول، کوم يو راوي ضعيف دے، کوم يو صحيح دے وغيره د دې جاج اخستل، اِمام سُيُوطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته دا ټول د تفصيل سره 2 لاکهه حديثونه زباني ياد وو او شوق ته يـې وګورئ! فرمائي: که چرې ما ته نور حديثونه ميلاؤ شوے وے نو ما به هغه هم ياد کړے وے۔ اِمام سُيُوطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د دې شوق او محنت صِله څۀ ميلاؤ شوه؟ واورئ!

د بارګاهِ رسالت نه لقب عطا شو

د اِمام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو کتاب دے: جَمْعُ الْجَوامِعْ۔ پۀ دې کتاب کښې اِمام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خوږ آقا او مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم احاديث  راجمع کړي دي۔ اِمام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل زما پۀ خوب کښې د خوږ نبي،


 

 



[1]... اَلْکَوَاکِبُ السَّائِرَہ، جز:1، صفحہ:229۔