Qayamat Ki Nishaniyan

Book Name:Qayamat Ki Nishaniyan

حضرت عيسیٰ علَيهِمُ السَّلام سره وي۔

معلومه شوه چې د فتنو پۀ دور کښې د خپل ايمان بچ کولو يوه ذريعه دا هم ده چې انسان د خدائے پۀ لاره کښې سفر کوي * بس د نيکۍ دعوت عام کوي * د قرآن او د سُنَّت احکام زده کوي * نـمونځ * روژه زده کوي * پۀ جوماتونو کښې پروت وي * سُنَّت زده کوي هم او اختياروي يـې هم * داسې چې کوم خوش قِسمته د کولو والا کارونو کښې لګيا وي * د نۀ کولو والاکارونو نه ځان ساتي * د فتنو نه لرې وي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د ايمان پۀ سلامت وړلو کښې به کامياب شي۔

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول دِيني تحريک دعوتِ اِسلامي د فتنو نه ډک پۀ دې اوسني وخت کښې هم د ايمان د حفاظت ذهن ورکوي او د دې ذريعې هم ورکوي، د الله پاک پۀ کرم سره د دعوتِ اِسلامي د دريو ورځو، يوې مياشت او 12 مياشتو مَدَني قافلې سفر کوي، د دې مَدَني قافلو مقصد څۀ دے: ما ته د خپل ځان اِصلاح کول دي، سُنَّت زده کول دي، د نـمونځ، روژې وغيره بنيادي احکام زده کول دي او د دې سره سره د ټولې دُنيا د خلقو د اصلاح د پاره د نيکۍ دعوت عام کول دي۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د 15 نومبر نه تر 15 دسمبر پورې ماهِ مَدني قافله نمانځلے کيږي، تاسو ته خواست دے چې د سُنَّتو زده کولو د پاره، د نيکۍ دعوت عام کولو د پاره او د فتنو نه د بچ کيدو د پاره تاسو هم د مَدَني قافلو مسافر جوړ شئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دِين او د دُنيا بے شميره خيرونه به مو نصيب شي۔

د 9 غير مسلمو اِسلام قبلول

  د حيدر آباد (انټيرئير سندھ، پاکستان) د يو اِسلامي ورور بيان دے چې يو ځل د عاشقانِ رسول يوه مَدَني قافله د حيدر آباد نه ټنډو آدم ته ورسيدله، د مَدَني قافلې عاشقانِ رسول درې ورځې ښه ډير د نيکۍ دعوت ورکړو، پۀ اخرۍ ورځ يو غير مسلمه کَس د جومات مخې ته راغلو او د قافلې د امير سره يـې د ميلاؤيدو خواهش ظاهر کړو۔ د قافلې امير