Book Name:Qayamat Ki Nishaniyan
پۀ عبادت کښې تيرووم، اوس هُم تاسو وه وايئ! پۀ داسې حالت کښې زۀ څنګه اوده کيدے شم؟
حضرت رِباح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې دا جواب واوريدلو نو هٰغه غُلام يـې ازاد کړو۔
(درۃ الناصحین ، المجلس الخامس والستون، ص ۲۹۵)
چغه يـې ووهله او بے هوشه شو۔۔۔!!
حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ځل پۀ ژړا شو، عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې يـې پۀ ژړا وليدلو نو د هغوئي کور ودانې محترمه حضرت فاطمه بنت عبدُ الملک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها هم پۀ ژړا شوه، وروستو د کور نور خلق هم پۀ ژړا شول، چې کله د ژړا سلسله ختمه شوه نو عرض وکړے شو: اے اَمِيرُ المُؤمِنِين! تاسو ولې ژړل؟ اوئې فرمائيل: ما ته د الله پاک پۀ بارګاه کښې حاضريدل راياد شوي وو د کومې نه پس چې به څوک جنَّت ته ځي نو څوک به دوزخ ته، دا يـې چې وه وئيل نو حضرت عمر بن عبد العزيز يوه چغه ووهله او بے هوشه شو۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا ده د قيامت د ورځې ويره۔۔۔!! د قيامت د راتللو فِکر! الله دې کړي چې زمونږه هم د قيامت پۀ باره کښې داسې فِکر نصيب شي! کاش چې د زړۀ نه د غفلت پردې لرې شي او مونږه پۀ سنجيدګۍ سره د قيامت يادوونکي او د هغې د پاره تيارۍ کولو والا جوړ شو۔
مجھے نارِ دوزخ سے ڈر لگ رہا ہے ہو مجھ ناتواں پر کرم یااِلٰہی!
گُنَاہوں سے بھرپُور نامہ ہے میرا مجھے بخش دے کر کرم یااِلٰہی!
میں تھا لائقِ نارِ دوزخ خُدایا دِی جنّت ہے کتنا کرم یااِلٰہی!([2])