Qayamat Ki Nishaniyan

Book Name:Qayamat Ki Nishaniyan

د قيامت يوه بنيادي نخښه

   خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې نه معلومه شوه چې د قيامت د راتللو يوه بنيادي نخښه غفلت دے، قيامت به هٰغه وخت راځي، کله چې به خلق بالکل د دې نه غافله وي، پۀ خپله دُنيا کښي به مصروفه، پۀ دُنيائي خوندونو کښې به مصروفه او پته نه لګي چې پۀ څنګه څنګه کارونو کښې به مصروفه وي، د قيامت طرف ته به د چا هډو پام هم نه وي، هٰغه وخت به قيامت راځي۔

   آه! افسوس! که نن مونږه غور وکړو نو د قيامت دا نخښه تر ډيره حده پورې پوره شوې پۀ نظر راځي، آه! اوس د قبر او اخرت او د قيامت نه غفلت ډير عام دے، اوس مونږه پۀ دُنيا کښې داسې اوسيږو، لکه چې هډو مړه کيږو به هم نۀ، د دلته نه هډو تلل نه دي، قيامت راتلونکے دے، ضرور راتلونکے دے، خامخا به راځي، مونږه ټولو ته دا معلومه هم ده، منو يـې هم خو د دې باوجود راباندې غفلت راخور دے، سحر د راپاڅيدو نه واخله تر د شپې د اوده کيدو پورې بس هم د دُنيا، دُنيا او د دُنيا فِکر دے، د قيامت پۀ باره کښې خو هډو خيال هم نه راځي، داسې ټوله ورځ پۀ لوبو ټوقو کښې تيره کړو او د غفلت پۀ خوب اوده شو۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي:

دن لَہْوْ میں کھونا تجھے، شب صبح تک سونا تجھے                شرمِ    نبی،    خوفِ    خدا،    یہ    بھی    نہیں    وہ    بھی    نہیں([1])

وضاحت: ورځ پۀ فضولياتو کښې تيره شوه، د شپې د غفلت پۀ خوب اوده شو، نۀ د ورځې راته خُدائے ياد، نۀ د شپې د عبادت وخت۔۔۔!! نۀ د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه شرم، نۀ د خدائے پاک نه ويره، دا هم نشته، هغه هم نشته۔


 

 



[1]... حدائق  بخشش ، صفحہ:111۔