Book Name:Qayamat Ki Nishaniyan
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! قيامت به کله راځي؟ د دې صحيح وخت خو هُم الله پاک ته معلوم دے يا د هغۀ پۀ ښودلو باندې د هغۀ خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته معلوم دے * خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قيامت ورځ هم ښودلې ده چې د جُمعې پۀ ورځ باندې به راځي * تاريخ يـې هم ښودلے دے *مياشت يـې هم ښودلې ده چې د محرم الحرام مياشت به وي * 10 تاريخ به وي۔ يو څيز کوم يـې چې نه دے ښودلے، هغه دے: کال۔ کال يـې نه دے ښودلے چې پۀ کوم کال کښې به قيامت راځي، محبوبِ رَبّ، شاهِ عرب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته معلومه وه خو اوئې نه وئيل، د پاره د دې چې مونږه هر وخت د دې نه ويريږو او د دې پۀ تيارۍ کښې مصروف اوسو۔
آؤ! د قيامت راتللو ډيرې نخښې دي، کومې چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مونږ ته ښودلې دي، راځئ چې د قيامت يو څو نخښې واورو او د دې نه مونږ ته عبرت حاصلول پکاردي، پۀ دې حديثونو کښې چې د کومو خبرو ذِکر شوے دے، مونږ ته د قيامت د تيارۍ لړ کښې د هٰغه کارونو نه بچ کيدل پکار دي۔ راځئ چې حديثونه واورو:
د صحابئ رسول حضرت ابو موسیٰ اشعري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: د قيامت نه مخکښې به فتنې داسې راوچتيږي، لکه څنګه چې د شپې تيارۀ راخوره شي، هٰغه وخت به انسان سحر مؤمِن خو ماښام له به کافِر وي، ماښام به مؤمِن او سحر به کافِر وي، پۀ دغه دور کښې به ناست کَس د ولاړ نه