Book Name:Qayamat Ki Nishaniyan
مَاشَآءَ اللہ! شفقت او رَحمت او ښه اخلاقو ته يـې وګورئ! چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه کَس اونه رټلو او نه پۀ جلال کښې راغلے، بس دومره يـې ووفرمائيل: اے سړيه! تا زه پۀ مشقت کښې واچولم۔ ([1]) الله پاک دې مونږ هم پۀ سُنّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې عمل کوونکي او وعده پوره کوونکي جوړ کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.
د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550 سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اِسلامي پۀ مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے۔
سنتیں سیکھنے تین دِن کے لئے ہر مہینے چلیں، قافلے میں چلو
الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع کښې
لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او (2) دُعاګانې
(1) د شَبِ جُمعے [يعنې د جُمعے د شپے] دُرُود
بُزرګانِ دينو فرمائيلي دي چې څوك هره شَبِ جُمعه (يعنې د جُمُعے او زيارت مينځنئ شپه كښې) دا دُرُود شریف په پابندئ سره کم ازکم يو ځل لوَلي [هغه به] د مرګ په وخت کښې د سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دِيدار كوي او قَبْر کښې د داخليدو وخت کښې هُم، تر دې چې سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغه قَبْر ته د خپل رَحمت نه په ډكو لاسونو باندې