Qayamat Ki Nishaniyan

Book Name:Qayamat Ki Nishaniyan

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړو: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ     عَلـٰی   مُـحَـمَّد

قيامت به کله راځي۔۔۔؟

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ”قيامت به کله راځي؟“ دا يو خوندور او ډير زړۀ پورې سوال دے۔ عام طور خلق داسې سوال خوښوي، ځان هم خبرول غواړي چې اخر قيامت به کله راځي؟ آيا تاسو ته معلومه ده چې قرآنِ کريم د دې سوال بالکل واضحه جواب ورکړے دے۔ يو ځل غير مسلمو د محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه دا پوښتنه کړې وه، پۀ قرآنِ کريم کښې دي:

یَسْــٴَـلُوْنَكَ عَنِ السَّاعَةِ اَیَّانَ مُرْسٰىهَاؕ- (پارہ:9، سورۂ اعراف:187)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: تا نه د قيامت مُتَعَلِّق تپوس کوي چې د هغې د قائميدلو وخت کله دے؟

د دې پوښتنې جواب الله پاک ورکړو، واورئ!

لَا تَاْتِیْكُمْ اِلَّا بَغْتَةًؕ- (پارہ:9، سورۂ اعراف:187)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پۀ تاسو به هغه ناڅاپه راشي۔

معلومه شوه چې قيامت به کله راځي؟ ناڅاپه به راځي، هٰغه وخت به راځي چې د خلقو پۀ وهم او ګمان کښې به هم نه وي۔