Book Name:Qayamat Ki Nishaniyan
نن سبا سائنس ترقي کړې ده * عام طور د ډيرو څيزونو پيشن ګوئي کولے شي * د موسمياتو محکمه وائي چې پۀ فلانکي وخت باندې د باران راتللو امکان دے * پۀ فلانکۍ ورځ باندې طوفان راتلے شي * پۀ فلانکي وخت به سمندري طوفان راځي * پۀ فلانکۍ ورځ * پۀ فلانکي وخت به نمر تندر نيسي۔ خو ډيره زر د کائنات د ټولو نه غټه حادثه راتلونکے ده * هيڅ سائنس * هيڅ يوه ټيکنالوجي * ريډار * سټيلائټ وغيره وغيره هيڅ يو څيز به هم د دې حادثې د مخکښې نه اشاره ورنه کړےشي، د خلقو پۀ وهم او ګمان کښې به هم نه وي چې * ناڅاپه بالکل ناڅابه به نمر او سپوږمۍ بے نُوره شي * ستوري به د باران پۀ شان پۀ زمکه باندې راپريوځي * غټې غټې سيارې به پۀ خپل مينځ کښي وجنګيږي او تباه به شي * او زمکه به پۀ سختې زلزلې سره وجړقيږي۔
پۀ احاديثو مبارکو کښې دي: 2 کَسان به پۀ بازار کښې وي، يو به کپړه اخلي، بل به يـې خرڅوي، دکاندار به کپړه پرانستې وي او ورښائي به يـې، بيا به دوئي دا سودا ونکړے شي، کپړې به واپس راغونډې نکړے شي چې قيامت به راشي۔ نور ارشاد وشو: يو کَس به ناست وي او ډوډۍ به خوري، دا به نمړۍ راماته کړي، لا تر خُلې پورې به يـې وړې نه وي چې ناڅاپه به قيامت قائم شي۔ (خازن)
يعنې قيامت به دومره ناڅاپه راځي، د مخکښې نه به څۀ پيشن ګوئي نه کيږي، هيڅ اِشاره به نه کيږي، خلق به د قيامت نه بے فِکره، د دُنيا پۀ خوندونو کښې به مصروف وي چې پۀ يو سيکنډ کښې به دننه دا عظيمه او وحشت ناکه حادثه وشي او قيامت به راشي۔