Qayamat Ki Nishaniyan

Book Name:Qayamat Ki Nishaniyan

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د دې حديث پۀ شرح کښې فرمائي: يعنې پۀ اخره زمانه کښې به خلق د دِين نه بے پروا شي، د خِيټې پۀ فِکر کښې به هر قِسمه راګير شي، د امدن زياتولو او د مال جمع کولو فِکر به کوي، پۀ هر حرام او حلال اخستو باندې به زړور شي لکه څنګه چې نن سبا عام دي۔

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا وخت واقعي ده چې راغلے دے، نن سبا د حلالو او حرامو پروا چرته کيږي * د سود لَين دين عام دے * رشوت عام دے * پۀ ناپ تول کښې کمے زياتے کيږي * کوم چې ملازمان دي * نوکر پيشه دي، چې هغوئي پۀ پوره ايماندارۍ سره کار وکړي، دا هم ډير کم دي * پۀ دروغو وئيلو او * د دروغو پۀ قسمونو خوړولو سودا خرڅولے کيږي او پۀ دې باندې ډير پۀ زړورتيا سره وئيلے کيږي: د رښتياؤ زمانه نۀ ده، اوس د دروغو نه بغير کار نه کيږي۔

 ‌لَا ‌حَوْلَ ‌وَلَا ‌قُوَّةَ اِلَّا بِاللَّهِ! دروغژن پۀ چا باندې چې د الله پاک لعنت وريږي، آيا مَعَاذَ الله! هغۀ ته رزق ميلاؤيږي، رښتيا ويونکي ته نۀ ميلاؤيږي؟ الله پاک دې زمونږه هدايت نصيب کړي۔ حلال خوړل ډير ضروري دي۔ دا خبره ياده ساتئ! چې د بنده د دِين بنياد پۀ حلاله نمړۍ باندې دے۔ د چا خوراک چې حلال وي * د هغۀ دعاګانې هم قبليږي * پۀ عبادت کښې يـې لذت هم راځي * د نيکو توفيق يـې هم نصيب کيږي * پۀ زړۀ کښې يـې نُور هم راځي * او پۀ مال کښې يـې برکت هم نصيب کيږي۔

د يوې سِکّې کمال

 مُلّا جيون رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د هندوستان يو لوئي عالِم تير شوے دے، د مغل سلطنت د بادشاه اورنګزيب عالمګير استاذ وو۔ يو ځل اورنګزيب عالمګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  خپل استاذ صاحب له دعوت ورکړو، کور ته يـې راوبللو، ډير عزت يـې ورله وکړو۔ بيا بادشاه خو بادشاه وي، د هغۀ سره د مال او دولت څۀ کمے وي، که غوښتلے يـې وے نو د استاذ محترم پۀ