Book Name:Qayamat Ki Nishaniyan
داسې خبرې عام طور اولاد کوي۔ د دې نه علاوه هم پۀ ډيرو طريقو د مور پلار بے ادبي کولے شي، تر دې پورې چې پۀ مور پلار باندې د زور زياتي واقعې هم پۀ اخبارونو کښې راځي بلکې اوس خو داسې نافرمانه هم شته کوم چې د مور پلار د وژلو نه هم نۀ پشا کيږي، داسې خبرونه هم د يو ځائے او بل ځائے نه راځي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مور پلار زمونږه پۀ دُنيا کښې جنَّت دے۔ د دوئي ادب ډير ضروري دے۔ پۀ قرآنِ کريم کښې ډير داسې ځايونه دي چرته چې الله پاک د خپل عبادت او د مور پلار د خِدمت حکم پۀ يو ځائے ورکړے دے۔ ارشاد دے:
اَنِ اشْكُرْ لِیْ وَ لِوَالِدَیْكَؕ- (پارہ:21، سورۂ لقمان:14)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: چې زما او د خپل مور او پلار شکر ادا کړئ۔
پۀ يو ځائے کښې ارشاد دے:
وَ قَضٰى رَبُّكَ اَلَّا تَعْبُدُوْۤا اِلَّاۤ اِیَّاهُ وَ بِالْوَالِدَیْنِ اِحْسَانًاؕ- (پارہ:15، سورۂ بنی اسرائیل:23)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او ستاسو رب حکم فرمائيلے چې د هغۀ نه سِـوا د هيچا عبادت مۀ کوئ او مور پلار سره ښه سلوک کوئ۔
وګورئ چې دا څومره اوچت مقام دے، الله پاک حکم وکړو: اے بندګانو! زما شُکر ادا کړئ! زما عبادت وکړئ! بيا يـې د دې حکم سره يو بَل حکم وتړلو او حکم يـې وکړو، اوئې فرمائيل: زما د شُکر سره د مور پلار شُکر هم ادا کوئ! زما د عبادت سره سره د مور پلار سره نيک سلوک هم کوئ۔۔۔!!
د دې نه معلومه شوه چې لکه څنګه د الله پاک د عبادت نه مخ اړول ډيره محرومي ده، هم داسې د مور پلار بے ادبي کول هم ډيره لويه ګناه ده۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: