Qayamat Ki Nishaniyan

Book Name:Qayamat Ki Nishaniyan

د کتابي عِلم د زده کولو يوه ذريعه

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اِسلامي پۀ دي  وخت کښې په عِلمِ دِين عام کولو کښې مصروف دے،   * د مدرسة الـمدينه پۀ ذريعه د قرآنِ کريم د حفظ او ناظرې تعليم عام کيږي، دغه شان * جامـعة الـمدينه * فيضان آن لائن اکيډمي * هفته واره مَدَني مذاکره        * مَدَني قافلې وغيره د عِلمِ دِين زده کولو بهترينې ذريعې دي۔ پۀ دې کښې يوه ذريعه هفته واره رساله مطالعه هم ده۔ اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه هره هفته پۀ مَدَني مذاکره کښې د يوې رسالې د لوستلو ترغيب ورکوي، مختصره، معلوماتي او تحقيقي رساله وي، پۀ اسانه اُردو کښې ليکلے شوې وي، پۀ دې کښې د هرې يوې خبرې حواله هم ورکړے شوې وي، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د ټولې دُنيا پۀ لکونو عاشقانِ رسول د دې رسالې د لوستلو يا د آډيو (Audio) اوريدو سعادت حاصلوي۔ تاسو هم د هفته وارې رسالې د لوستلو عادت جوړ کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د ډير زيات عِلمِ دِين د زده کولو سعادت به مو نصيب شي۔

لوٹنے رحمتیں قافِلے میں چلو                                                                                                                              سیکھنے سنتیں قافِلے میں چلو

علم حاصل کرو جَہْل زائل کرو                                                                                                                          پاؤ گے راحتیں قافِلے میں چلو

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د حلالو او حرامو پۀ معامله کښې بے پروائي

     د حضرت ابو هريره رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے، د الله پاک آخري نبي، مُحَمَّد عربي   صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: پۀ خلقو باندې به يوه زمانه داسې راشي چې د انسان سره به د دې خبرې هيڅ پروا نه وي چې هغۀ (مال) د کوم ځائے نه حاصل کړو د حرامو نه که د حلالو نه۔