Book Name:Qayamat Ki Nishaniyan
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دا ده ستاسو دعوتِ اِسلامي۔۔۔!! د فتنو پۀ دې دور کښې چې هر طرف ته د ايمان ډاکوان پۀ نظر راځي، ورځ تر بله فتنې راوچتيږي، ستاسو دعوتِ اِسلامي پۀ دې دور کښې غير مسلمه مسلمانوي، کور کور ته عِلمِ دِين رسوي، پۀ اخلاقو او کردار کښې مثبت بدلون راولي او د ايمان د حفاظت د پاره فکرمند ذِهنونه جوړوي۔ تاسو هم د مَدَني قافلو مسافر جوړ شئ! د 12 مياشتو، د يوې مياشت، د 12 ورځو، يا کم از کم د 3 ورځو پۀ مَدَني قافله کښې هره مياشت د شرکت نيت وکړئ!
دل کی کَلیاں کِھلیں قافِلے میں چلو رنج وغم بھی مِٹیں قافلے میں چلو
فضل کی بارِشیں ،رَحمتیں نعمتیں گر تمھیں چاہئیں قافلے میں چلو
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
پۀ بخاري شريف کښې حديث دے، رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د قيامت پۀ نخښو کښې دي چي عِلم دِين به اوچت شي، جهالت به عام شي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د قيامت دا نخښه هم پۀ اوسني وخت کښې پوره کيدونکي پۀ نظر راځي۔ افسوس چې نن سبا معلومات خو ډير زيات دي خو * حقيقي عِلم * کتابي عِلم * تحقيقي عِلم کوم چې * د قرآن او سُنَّت نه زده کړے شي * د حديثونو لوستلو سره زده کړے شي * د عاشقانِ رسول علمائے کرامو کتابونه ولوستلے شي او زده کړے شي، افسوس چې د هٰغه عِلم ډير کمے دے، د دې نه اندازه ولګوئ چې د نن سبا ځلمي د دِين زده کولو د پاره * نۀ قرآنِ کريم لولي * نۀ تفسيرونه لولي * نۀ د حديثو کتابونه لولي * نۀ دِيني کتابونه لولي بلکې د دِين زده کولو د پاره دِيني لټريچر يو اړخ ته کيږدي او سوشل ميډيا استعمالوي۔ بيا سوشل ميډيا خو سوشل ميډيا ده،