Book Name:Qayamat Ki Nishaniyan
تقسيمولو کښې مصروف دے۔ د دعوتِ اِسلامي دا کوشش دے چې مسلمان کم از کم فرض عِلمِ دِين لکه د اودس، غسل، نـمونځ، روژې، زکوٰة وغيره ضروري مسئلې زده کړي۔ تاسو هم د دعوتِ اِسلامي د دِيني ماحول سره خپل تړون وساتئ! پۀ 12 دِيني کارونو کښې ښه پوره برخه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دِين او د دُنيا بے شميره خيرونه به درنصيب شي۔ پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار مَدَني کورسز هم دے۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي د انتظام لاندې ډير شارټ کورسز کولے شي مثلاً * د 7 ورځو فيضانِ نماز کورس * د 7 ورځو د 12 ديني کارونو کورس * د 7 ورځو اِصلاحِ اَعمَال کورس وغيره۔ * پۀ دې دِيني کار کښې د شرکت کولو سره به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه درنصيب شي * چې دِين زده کړئ نو الله پاک به راضي شي * پۀ رزق کښې به مو برکت راشي * د عِلمِ دِين خزانه به حاصله کړئ * د نيکو ذِهن به مو جوړيږي * د الله پاک عبادت چې پۀ صحيح انداز وکړئ نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! کرم به هُم کيږي * بيا به دِيني ماحول هم ميلاؤيږي * د نيکانو خلقو صحبت به مو نصيب کيږي، د دې خپل برکتونه دي۔
د يو اِسلامي ورور د بيان خلاصه ده: ديني ماحول ته د راتلو نه وړاندې زۀ پۀ قِسما قِسم ګناهونو کښې اخته ووم، زما بخت څۀ داسې رابيدار شو چې زما مشر ورور د اِسلامي وروڼو د نيکۍ پۀ دعوت باندې د 63 ورځو مَدَني تربيتي کورس کښې داخله واخسته۔ د تربيتي کورس کولو نه پس چې کله زما ورور کور ته تشريف راوړو، ټول کور والؤ چې دا اوليدل نو ډير حيران پاتې شول چې هغۀ بالکل بدل شوے وو، د سُنَّتو مطابق جامې، پۀ سر يـې عمامه شريف وه۔ زۀ د هغۀ د اخلاقو او کردار نه ډير متاثره شوم۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زما ورور ما له هم د نيکۍ دعوت راکړو او زۀ يـې هم د ځان سره هفته وارې د سنّتو ډکې اجتماع ته بوتلم۔ د ورور جان پۀ پوهه کولو باندې ما هم د 63 ورځو پۀ مَدَني تربيتي