Qayamat Ki Nishaniyan

Book Name:Qayamat Ki Nishaniyan

د پلار نافرماني د الله جَبَّار او قَهَّار نافرماني ده او د پلار خفګان د الله جَبَّار او قَهَّار خفګان دے، انسان چې مور پلار راضي کړي نو دا د هغوئي جنَّت دے او که ناراضه يـې کړي نو هم دوئي د هغۀ دوزخ دے۔ تر څو پورې چې پلار راضي نه کړي، نو د هغۀ هيڅ فرض، هيڅ نفل، هيڅ نيک عمل اَصلاً قبول نه دے، د اخرت د عذاب نه علاوه به پۀ دُنيا کښې هم پۀ ژوند کښې پرې سخت آفت نازليږي، د مړ کيدو پۀ وخت مَعَاذَ الله! د کلمې نۀ نصيب کيدو ويره ده۔

د ظالِم مور پلار هم فرمانبرداري لازمي ده

د حضرت عبد الله ابن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما نه روايت دے چې رسولِ هاشمي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائيلے دے: چا چې پۀ داسې حالت کښې سبا کړو چې د خپل مور پلار فرمانبرداره دے، د هغۀ د پاره هُم دسحر نه د جنَّت دوه دروازے برسيره کولے شي او که پۀ مور پلار کښې يو وي نو يوه دروازه برسيره کيږي۔ او چا چې پۀ داسې حال کښې ماښام کړو چې د مور پلار پۀ باره کښې د الله پاک نافرماني کوي د هغۀ د پاره هُم دسحر نه د دوزخ دوه دروازے برسيره کولے شي او (که پۀ مور پلار کښې) يو وي نو يوه دروازه برسيره کيږي۔ يو کَس عرض وکړو: اګر که مور پلار پۀ هغۀ باندې ظلم کوي۔ اوئې فرمائيل: اګر که ظلم کوي، اګر که ظلم کوي، اګر که ظلم کوي۔

 هره دُعا به يـې قبلووم

يو ځل د الله پاک نبي حضرت موسیٰ علَيهِ السَّلام چرته پۀ سفر باندې وو، پيدل روان وو، پۀ تللو تللو هغوئي څۀ ستړے والے محسوس کړو۔ الله پاک وحي راوليږله: اے موسیٰ! نزدې يو غر دے، هلته تشريف يوسئ! د هٰغه غر پۀ غار کښې به يو کَس وي، هغۀ به ستاسو د پاره د سورلۍ انتظام وکړي۔