Book Name:Qayamat Ki Nishaniyan
او ولاړ به د روان نه بهتر وي، په هٰغه دِور کښې به *ناست کس د ولاړ نه *ولاړ کس د روان نه [او] *روان کس به د منډه وهونکي نه بهتر وي. ([1])
الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې حديثِ پاک کښې وه وئيلے شول چې د فتنو کثرت د قيامت راتللو نخښه ده، آه! دا نخښه اوس پوره شوې پۀ نظر راځي، اوس هٰغه زمانه ده چې د هر طرف نه تشې فتنے راوچتيږي * يوه فتنه د مشرق نه راپورته کيږي * بله د مغرب نه راپورته کيږي * چرته د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د بے ادبۍ فتنه ده * چرته د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام او د اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم د شان کمولو ناپاک کوششونه روان دي * غير مسلمه په پوره طور مسلط شوي دي * سوشل ميډيا پۀ خپل ځائے تباهي شروع کړې ده * هٰغه فتنې کومې چې به مخکښې پۀ يو ښار کښې راپيدا کيدلې نو د خوريدلو نه به مخکښې ختميدلې، اوس د سوشل ميډيا پۀ وجه پۀ يو وړوکي شان کلي کښې راپورته کيدونکې فتنه پۀ يو څو ګينټو کښې پۀ ټوله دُنيا کښې خوره شي او يو مونږ يو چې د دې نه غافِله يو۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې دور پۀ تقاضو باندې ځان پوهه کړئ! دا د فتنو دور دے، د دې وخت د ټولو نه لويه کارنامه هم دا ده چې انسان پۀ خپل ايمان بچ کولو کښي کامياب شي۔ ځکه پۀ پوره سنجيدګۍ سره دې ته پام وکړئ! ځان د فتنو نه بچ کړئ! او د ايمان پۀ حفاظت کولو کښې مصروفه شئ!
پۀ بخاري شريف کښې حديث دے، د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: ډيره زر به يوه زمانه راشي چې پۀ هغې کښې به د مسلمان بهترين مال چيلۍ وي، چې خپلي چيلۍ واخلي او د غرونو طرف ته ووځي او د فتنو نه خپل ايمان بچ کړي۔