Qayamat Ki Nishaniyan

Book Name:Qayamat Ki Nishaniyan

باندې به اګر چې پيسې کمې راشې خو پۀ هغې کښې به برکت وي۔ الله پاک دې مونږ ته د حلالو ګټلو، هُم د حلالو خوړلو توفيق راعطا کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

 مور او پلار ازارول

د قيامت د رانزدې کيدو يوه بله نخښه واورئ! يو ځل حضرت جبريلِ امين علَيهِ السَّلام پۀ انساني شکل کښې پۀ بارګاهِ رسالت کښې حاضر شو، هغوئي د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه يو څو پوښتنې وکړې، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې د هغې کوم جوابونه ارشاد کړل پۀ هغې کښې يوه پوښتنه دا وه: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! د قيامت يو څو نخښې بيان کړئ! نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يوه نخښه دا ارشاد کړله:     اَنْ تَلِدَ الْاَمَۃُ رَبَّتَہَا يعنې د قيامت پۀ نخښو کښې يوه نخښه دا ده چې زنانه به خپل آقا زيږوي۔

علمائے کرامو د دې يو مطلب دا بيان کړو چې قيامت ته نزدې به د مور پلار قدر بالکل نه کيږي، اولاد به پۀ خپلې مور داسې حکم چلوي، لکه څنګه چې آقا پۀ خپلو غُلامانو باندې حکم چلوي۔

 خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د قيامت دا يوه نخښه هم تقريباً پوره شوې ده۔ آه! اوس خلق د خپل مور پلار ډير کم قدر کوي * چې مور پلار بوډاګان شي نو نافرمانه اولاد ته بوج ښکاري * داسې نادانه هم دي کوم چې د مور پلار د خدمت کولو او د جنَّت د حقدار جوړيدو پۀ ځائے هغوئي پۀ اولډ هاؤس کښې پريږدي او راځي تري۔ د دې نه علاوه * مور پلار ته کنځل کول * پۀ هغوئي باندې حکم چلول * پۀ وړه وړه خبره باندې د هغوئي پۀ مخکښې غصې کول * چغې وهل * هغوئي رَټل * ديکې ورکول، دا خو ډيرې عامې خبرې دي، بعضې وخت ښه تعليم يافته خلق هم مور پلار ته د جهالت پيغورونه ورکوي، بابا تاسو ته څۀ پته ده، مورې تۀ د څۀ نه خبر يـې، زمانه بدله شوې ده،