Qayamat Ki Nishaniyan

Book Name:Qayamat Ki Nishaniyan

د قبر او د اخرت د امتحان نه به هم نجات حاصل شي۔ الله پاک دې مونږ له د عمل کولو توفيق راکړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.

پۀ جوماتونو کښې به د دُنيا خبرې کيږي

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د قيامت پۀ نخښو کښې يوه نخښه دا ده چې قيامت ته نزدې به پۀ جوماتونو کښې د دُنيا خبرې کولے شي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: يوه زمانه به راځي يَكُوْنُ حَدِيْثُهُمْ فِیْ مَسَاجِدِهِمْ فِیْ اَمْرِ دُنْيَاهُمْ څه خلق به پۀ جوماتونو کښې دُنياوي خبرې کوي،  فَلَا تُجَالِسُوْهُمْ فَلَيْسَ لِلّٰهِ فِيْهِمْ حَاجَةٌ تاسو د هغوئي سره مۀ کښينئ چې د الله پاک د هغوئي سره هيڅ کار نشته۔

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د دې حديثِ پاک پۀ شرح کښې فرمائي: يعنې الله پاک به پۀ هغوئي باندې کرم نه کوي، ګنې د رَبّ خو چا بنده ته ضرورت نشته، هغۀ د ضرورتونو نه پاک دے۔

د بده قسمته پۀ جوماتونو کښې د دُنيا خبرې عام کيږي، افسوس چې د عِلمِ دِين نه د لرې والي له وجهې نن سبا پۀ جومات کښې د کښيناستو سره ډير پۀ ډاډه زړۀ او پۀ غير سنجيدګۍ سره يواځې دنيائي خبرې نه کيږي بلکې پۀ پوهۍ ناپوهۍ کښې داسې کارونه هم کيږي کوم چې د جومات د آدابو خلاف دي۔ غور خو وکړئ چې پۀ جومات کښې د دُنيا خبرې کوونکي څومره بدقِسمته دي چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نور خلق د دوئي د صحبت اختيارولو نه منع کړي دي۔

پۀ جومات کښې خبرې کول نيکۍ خوري

حضرت علاّمه علی قاری رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  فرمائي: په جومات کښې مُباح (يعنې په کومه کښې