Book Name:Qayamat Ki Nishaniyan
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا مونږ ته د فتنو نه د بچ کيدو ترغيب راکړے شوے دے چې کله فتنې راخورې شي، د انسان دِين بچ کول مشکل شي، پۀ داسې وخت کښې مؤمِن بنده له پکار دي چې د دې فتنو نه ځانله شي، مثلاً دري څلورچيلۍ د ځان سره کړي او د غارونو طرف ته ووځي، هلته چيلۍ څَروي، د هغې پۀ پئيو باندې خپله ګزاره کوي او خپل ايمان بچ کړي۔
اوس وګورئ! مونږ له تعليم خو راکړے شوے دے چې د فتنو پۀ وخت کښې ځان د دې فتنو نه لرې ساتئ! دې ته نزدې کيږئ هم مۀ! خو افسوس چې زمونږه حال بد دے، دلته خو دا سوچ کيږي چې اوره د هر چا او کوه خپله، دا ډير خطرناک سوچ دے، مونږ ته د فتنو نه د بچ کيدو حکم دے، دا نۀ چې مونږه پخپله د دې طرف ته ورمخکښې شو او د فتنو ښکار شو، ښه پۀ توجه سره د دې فتنو خبرې واورو او خپل ايمان برباد کړو، ځکه خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! که ايمان بچ کول غواړئ نو د فتنو نه ځان لرې ساتئ! بس د الله او د رسول پۀ احکاماتو باندې عمل کوئ! * څومره چې درنه کيدے شي نو د نيکۍ دعوت عام کړئ! * حلال رزق ګټئ! * او د خپل بال بچ سره پۀ کور کښې اوسئ! * سوشل ميډيا هم د فتنو يو کور دے، د دې نه چې هم درنه څومره کيدے شي نو ځان ترينه بچ کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! مونږه به پۀ ايمان سلامت وړلو کښې کامياب شو۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! چې کله فتنې راخورې وي، پۀ هٰغه وخت کښې به مونږه خپل ايمان څنګه بچ کوو؟ پۀ دې باره کښې يو بَل حديثِ پاک واورئ! خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: الله پاک د مسافرو سره محبت فرمائي۔ عرض وکړے شو: د کومو مسافرو سره؟ اوئې فرمائيل: هٰغه کوم چې د خپل دِين، د خپل ايمان بچ کولو د پاره د يو ځائے نه بَل ځائے ته سفر کوي، دا خلق به د قيامت پۀ ورځ د