Qayamat Ki Nishaniyan

Book Name:Qayamat Ki Nishaniyan

دلته خو هر قِسمه بازارونه دي، د چا پۀ زړۀ کښې چې څۀ راځي، هغه وائي، د دې نتيجه څۀ ده؟ کتابي عِلم ختميږي او غير معياري معلومات عام کيږي۔

دکتابي عِلم نشتوالے هم وبال دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ياد ساتئ چې د کِتابي عِلم نشتوالے، صرف پۀ اوريدلے شوو خبرو باندې يقين کول او کښيناستل، دا ډيره غټه بيماري ده۔ پۀ بني اسرائيلو کښې چې کوم خلق ګمراهان شول، د هغوئي ايمان نصيب نه شو، د هغې يو سبب پۀ قرآنِ کريم کښې دا هم بيان شو، ارشاد دے:

وَ مِنْهُمْ اُمِّیُّوْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ الْكِتٰبَ اِلَّاۤ اَمَانِیَّ (پارہ:2، سورۂ  بقرہ:78)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او پۀ هغوئي کښې څۀ بے تعليمه دي کوم چې پۀ کتاب نه پوهيږي خو اوريدلې خبرې  يا د ځان نه  څۀ راجوړ کړي۔ 

 معلومه شوه چې د کتاب نه جاهل کيدل، مثلاً * قرآنِ کريم نۀ زده کول * حديث نۀ زده کول * د عاشقانِ رسول علمائے کرامو د کتابونو پۀ ځائے پۀ اوريدلے شوؤ خبرو پسې تلل * هغه د عِلم او د تحقيق معيار جوړول، دا هم يو قِسم له جهالت دے کوم چې د ګمراهۍ سبب جوړيږي۔ نن دا خبره عام ده۔ دِين ټول پۀ عربۍ ژبه کښې دے خو حالت دا دے چې د عربۍ د الف نه باء قدرې نه ورځي، قرآنِ کريم کوم چې پۀ عربۍ ژبه کښې دے، احاديث کوم چې پۀ عربۍ ژبه کښې دي، د دې لوستل نه ورځي او خلق بس پۀ سوشل ميډيا باندې خبرې اوري او د علمائے کرامو خلاف ودريږي، د قرآنِ او د حديث داسې داسې غلط تشريحات کولے شي چې اَلْاَمَان وَالْحَفِیْظ...!!

ځکه مونږ له پکار دي چې د کِتابي عِلم زده کولو طرفته راشو۔ کتابونه لولو، د علمائے کرامو پۀ خدمت کښې حاضري کوو، د هغوئي نه پۀ باقاعده توګه عِلمِ دِين زده کوو۔      اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د عِلمِ دِين برکتونه به مو نصيب کيږي۔