Book Name:Qayamat Ki Nishaniyan
چې نۀ ثواب وي او نۀ ګناه، داسې جائزه) خبره کول مکروہ دي او نيکئ خوري. ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د ويريدو خبره ده، وړومبے خو مونږه نيکۍ څومره کوؤ؟ که پۀ جومات کښې خبرې وکړو او خپلې کړې نيکۍ هم برباد کړو نو زمونږه به څۀ کيږي۔۔۔؟ ځکه د جومات ادب او احترام وکړئ! پۀ جومات کښې د دنيائي خبرو نه ځان وساتئ! دا يو افسوسناک حالت دے چې ډيرو خلقو ته د جومات آداب هم معلوم نه وي، دا هم د زدکړې خبرې دي، مونږ له زده کول پکار دي۔ د اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ډير ښکلے کتاب دے: فيضانِ رمضان۔ پۀ دې کښې د جومات آداب پۀ تفصيل سره ليکلے شوي دي، پۀ اسانه اُردو کښې ليکلے شوے کتاب دے، ټولو له پکار دي چې دا کتاب حاصل کړي، دا ولولي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د عِلمِ دِين غټه خزانه به مو نصيب شي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د قيامت يو څو نخښې ما ستاسو پۀ مخکښې عرض کړې، د دې نه علاوه هم پۀ حديثونو کښې د قيامت ډيرې نخښې بيان شوې دي او پۀ هغې کښې اکثره هٰغه دي کومې چې تقريباً پوره شوې دي۔ دا ټول هٰغه کارونه دي د کومو نه چې مونږ ته عبرت حاصلول پکار دي، د دې ګناهونو نه بچ کيدل پکار دي۔ ځکه پۀ ځان کښې د قبر او د اخرت ويره زياته کړئ! د اخرت فِکر اختيار کړئ! پۀ قبر او اخرت کښې د کاميابۍ موندلو د پاره نيک نـمونځ ګزاره جوړ شئ! الله پاک دې مونږ ټولو ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مَدَني کورسز
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اِسلامي د عِلمِ دِين نُور تقسيموونکے تحريک دے، کوم چې پۀ مسلمانانو کښې پۀ عِلمِ دِين