Book Name:Khwaja Garib Nawaz Aur Neki Ki Dawat

    اے عاشِقانِ رسول! حضرتِ سَيِّدُنا اَنَس رَضِىَ اللّٰه عَـنْهُ فرمائي چې د الله پاک خوږ محبوب صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په خپل سر مبارک اکثر تيل لګول او ګيره مبارکه به ئې ګمنز كوله او اکثر به ئې په مبارک سر کپړه (يعني سربند) ايښودلو، تر دي چې هغه کپړه به په تيلو غوړه شوه.[1] معلومه شوه چې د سربند استعمال سُنَّت دے، اسلامي ورونړو له پكار دي چې كله هم په سر تيل اولګوي نو يو وړوكي كپړا دِ په سر تړي، دغه شان به ټوپئ او عِمامه شريف په تيلو باندې د غوړيدو نه کافي حده پورې محفوظه اوسي.

    * د سر او ګِيرې د ويښتو چې د چا په صابن وغيره د وينځلو معمول نه وي د هغوئي په ويښتو کښې اکثر بدبوئي پيدا کيږي، پخپله که هغه ته بدبوئي نه محسوسيږي هُم خو نورو ته محسوسيږي. د خُلې، ويښتو، بدن او کپړو وغيره نه که بدبوئ راځي نو په داسې حالت کښې جمات ته داخليدل حرام دي ځکه چې دې نه خلقو او فرِښتو ته تکليف رسي. او که بدبوئي وي خو پټه وي لکه د ترخ بدبوئي نو په دې کښې حرج نشته * د حضرت سَيِّدُنا نافِع رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې حضرت عبدُ الله بِن عُمَر رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُما به په ورځ كښې دوه ځله تيل لګول. *  په ويښتو کښې په کثرت سره د تيلو استعمال خصوصًا د اهلِ علم حضراتو د پاره فائِده مند دے، دې سره په سر کښې خشکي نه کيږي، دماغ ورسره غوړ او حافِظه ورسرہ قوي كيږي *  خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به چې كله تيل لګول نو اوَّل به ئې په ګڅ ورغوي كښې تيل واچول، بيا به ئې اوَّل په دواړو وروزو لګول، بيا به ئې د سترګو په دواړو بانړو باندې او بيا به ئې په سر مبارك تيل لګول. * سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به چې كله په ګيره مباركه كښې تيل لګول نو د عَنْفَقَہْ (يعني د لاندې شونډې او د زنې د مينځ د ويښتو) نه به ئې شروع


 

 



[1]    ......  الشمائل المحمدیة، ،ص۱۱۵ ،حدیث:۳۳