Book Name:Khwaja Garib Nawaz Aur Neki Ki Dawat

كوله * ګيره ګمنز كول سُنَّت دي * د بِسْمِ اللّٰہ وئيلو نه بغير تيل لګول او ويښته خواره ساتل خلافِ سُنَّت دي  * په حديثِ پاک کښې دي: څوک چې د بِسْمِ اللّٰہ وئيلو نه بغير تيل اولګوي نو 70 شيطانان د هغه سره شريک شي. * حضرت سَيِّدُنا امام محمّد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَـلَيْهِ نقل کوي چې حضرتِ سَيِّدُنا اَبُو هُرَيره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل د مُومِن د شيطان او د کافِر د شيطان ملاقات اوشو، د کافِر شيطان ښه څورب او تازه او په ښه لباس کښې وو، او د مُومِن شيطان وَچ كلك، نرے او د جاخ خورو ويښتو والا او بربنډ وو. د کافر شيطان د مُومِن د شيطان نه تپوس اوکړو چې آخِر ته دومره کمزورے ولے ئې؟ هغه جواب ورکړو چې زه د يو داسې كس سره يم چه هغه د خوراك څښاك په وخت کښې  بِسْمِ اللّٰہ شريف لولي نو زه اوږے تږے پاتې شم، چه کله تيل لګوي نو بِسْمِ اللّٰہ شريف اولولي نو زما ويښته جاخ او شيندلي پاتې شي. په دې خبره د کافِر شيطان اووئيل چې زه خو د داسې کس سره يم چه هغه په دې کارونو کښې هيڅ هم نه کوي، ځکه زه د هغه سره په خوراك څښاك، لباس [يعني جامو اغوستلو] او تيل لګولو کښې شريک كيږم.  *دَ تيلو لګولو نه مخکښې بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم لولئ او د ګڅ لاس په ورغوي کښې لږ شان تيل اچوئ، بيا مخکښې د ښئ سترګې په ورُوزه تيل لګوئ بيا په ګڅه، د هغې نه پس د ښئ سترګې په بانړو بيا د ګڅې په بانړو، بيا په سر تيل لګوئ. او چې په ګيره تيل لګوئ نو د لاندې شونډي او د زنې د مينځ د ويښتو نه شروع کوئ.[1]

  د مختلفو سُنَّتنو زده كولو د پاره د بهارِ شريعت جلد 3 نه حِصَّه 16 او د شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری


 

 



[1]...550سنتیں اور آداب، صفحہ:43-.44۔