Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi
پريښودو او د خپل کامِل پير حضرت سِرِّي سقطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په بارګاه کښې حاضِر شو، هغوئي يوه کوټه د خپل مستقل د اوسيدو ځائے جوړ کړو او د زړه ساتنه ئې شروع کړه، د مراقبے په حالت کښې به د هغوئي حالت داسې وو چې لاندې غوړيدلې مُصَله به ئې هم لرې کړه د پاره د دې چې د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په زړه کښې د الله او د رسول نه علاوه د هيڅ خيال هم رانشي. په دې خلوت او تنهائې کښې هغوئي 40 کاله تير کړل، د 30 کالو پورې د هغوئي معمول وو چې د ماسخُتن د لمُونځ نه پس به اودريدلو او تر سحره پورې به ئې الله، الله وئيل او هم په دغه اودس به ئې د سحر لمُونځ ادا کولو. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پخپله فرمائي: تر 20 کالو پورې تکبيرِ اُولٰی زما نه چرې قضا نه شو او په لمُونځ کښې که به چرې د دُنيا خيال راغے نو ما به هغه لمُونځ بيا ادا کولو.[1]
میں پانچوں نَمازیں پڑھوں باجماعت ہو توفیق ایسی عطا یَا الہٰی!
میں پڑھتا رہوں سنتیں ،وقت ہی پر ہوں سارے نوافِل ادا یَا الہٰی![2]
اے عاشقانِ رَسُول! تاسو واوريدل! حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به په پابندئ سره د تکبيرِ اُولٰی سره لمُونځ ادا کولو، د جَمعې سره د لمُونځ وړومبے تکبير کله چې الله اکبَر اووئيلے شي او لاس په نامه کيښودے شي، دې ته تکبيرِ اُولیٰ وئيلے شي. کاش! چې مونږه هم د تکبيرِ اُولٰی سره د جَمعې د لمُونځ کولو عادت خپل کړو. عاشقِ اَولياءَ، شيخِ طريقت، اميرِ