Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

الله اکبر! څومره د عبرت خبره ده! * نن صبا خلق لکونه [روپئ] ګټي، بيا هم نه پوره کيږي * په کورونو کښې جنګ جګړې * زړونه ناقلاره دي * چرته پريشانئ * کله آفتونه، په معاشره کښې يو عجيبه شان بے قراري په نظر راځي، د دې آخِر وجه څه ده؟ په رزق کښې آخر برکت ولې پاتې نه شو؟ چې د يو غم نه اوځو نو بَل راته مخامخ ولاړ وي، آخِر وجه څه ده؟ د الله پاک، پاک کلام، قرآنِ کريم صفا صفا وائي:

وَ مَنۡ یَّفۡعَلۡ  ذٰلِکَ  فَاُولٰٓئِکَ ہُمُ الۡخٰسِرُوۡنَ (۹)   (پارہ:28 ، سورۂ منافقون:9)

مفهوم ترجَمۀ کنزُ الايمان: او څوک چې داسې اوکړي هغه خلق په نقصان کښې دي.

څوک چې د مال په محبت کښې راشي، د کاروبار په وجه، د نوکرئ په وجه د الله پاک د ياد نه غافِله شي، هغه نقصان والا دے، دا اَصلي وجه ده * سحر په وخت د پاڅيدو سره خو کار له ځان رسوي خو د سحر د لمُونځ د پاره ئې سترګې نه غړيږي * د ګاهک په لالچ کښې جَمعه قضا کيږي * لمُونځونه قضا کيږي * د مال په حِرص کښې ګَډ وَډے [يعني ملاوَټ] کيږي * په ناپ تول کښې کمے کيږي، يوه ورځ مړه کيدل دي، هر څه دلته پريښودل دي او قبر ته کوزيدل دي، د قيامت په ورځ پاڅيدل دي، د الله پاک په بارګاه کښې وړاندې کيدل دي او حِساب ورکول دي، دا هر څه راته هډو ياديږي نه، بَس غفلت! لالچ، د مال مينه، په لږ وخت کښې د مالداره کيدو خواهش دے او مونږه په دې خواهش کښې ژوند تيروؤ،