Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

ساتي، په قرآنِ کريم کښې دي:

اِنَّ عِبَادِیۡ لَیۡسَ لَکَ عَلَیۡہِمۡ سُلۡطٰنٌ  (پارہ:14، سورۂ حجر:42)

مفهوم ترجَمۀ کنزُ الايمان: بے شکه زما په بندګانو باندې ستا هيڅ قابو نشته.

سُبْحٰنَ اللّٰہ! معلومه شوه: چې اوليائے کرام د شيطاني حملو نه محفوظه دي، ځکه مونږ له پکار دي چې هميشه د اوليائے کرامو په سوري کښې اوسيږو، د دوئي سره محبت کوؤ، څومره چې رانه کيدے شي، د دوئي صحبت خپل کړو چې دوئي پخپله د شيطان نه محفوظه دي، د دوئي په برکت به مونږه هم د شيطاني چالونو نه محفوظه پاتې شو.

(2) دويمه خبره کومه چې د دې واقعې نه معلومه شوه، هغه دا چې د شيطان خبيث د ليدلو چرې هم خواهش نه دي کول پکار، دا بدبخته ډير خبيث دے، داسې جال راخوروي چې عِلم، عقل، هر څه بيکاره شي او انسان د ده په جال کښې اونښلي او تباه شي. اوګورئ! د حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په شان اوچتې مرتبے والا عالِمِ دِين هم د هغه د خبرې اوريدلو سره حيرانه پاتې شو، هغوئي خو کامِل ولي وو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الهام په ذريعه د هغه خبيث د چال نه بچ کړے شو، ګنې زمونږ په شان [کمزوري انسانان] خو به د هغه په جال کښې اونښلي او تباه به شي، ځکه مونږ له پکار دي چې بس د الله پاک فرمانبرداره بندګان جوړ شو، د شيطان نه ځان بچ ساتو. د حضرت رابعه بصريه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها په خِدمت کښې يو ځل سُوال اوکړے شو: تاسو د شيطان په باره کښې څه فرمائې؟ اوئې فرمائيل: زه د رحمان سره محبت کووم، چې د هغه د ياد نه اوزګاره شم نو د شيطان په باره کښې به سوچ اوکړم