Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

حضرت سِرِّي سقطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې وي نو زه وعظ او نصيحت نشم کولے. بيا يوه ورځ حضرت سِرِّي سقطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پخپله هغوئي ته د وعظ و نصيحت کولو (يعنې د درس و بيان) حکم اوفرمائيلو، په دې باندې هم هغوئي عرض اوکړو: عالي جاه! چې تاسو ئې او زه وعظ کووم، ماته ښه نه ښکاري.

هغه شپه چې هغوئي اوده شو نو بخت ئې رابيدار شو، نُورانـي آقا، مکي مدني مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خوب کښې تشريف راوړو او اوئې فرمائيل: جنيده! خلقو ته څه وايه! ستا د بيان په ذريعه به الله پاک يو عالَم ته نجات ورکوي.

سحر چې رابيدار شو نو په زړه کښې ئې وسوسه راغله چې کيدے شي زه د خپل پير صاحب نه هم اوچتې مرتبې ته رسيدلے يم چې خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پخپله د بيان کولو حکم ارشاد فرمائيلے دے، اوس لا په دې خيال کښې وو چې د پيرِ کامِل حضرت سِرِّي سقطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پيغام راغے، هغوئي اوفرمائيل: جنيده! بغداد والؤ تا ته د وعظ د پاره اووئيل، تا انکار اوکړو، مونږه اووئيل، تا خبره اونه منله، اوس خو د الله پاک خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حکم کړے دے، اوس حکم پوره کړه!

دا پيغام ئې چې واوريدو نو د زړه نه ئې وسوسه لرې شوه، هغوئي د خپل پير صاحب په خِدمت کښې عرض اوکړو: عالي جاه! تاسو ته څنګه معلومه شوه چې ما په خوب کښې د رسولِ رحمت، شفيعِ اُمّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زيارت کړے دے؟ اوئې فرمائيل: چې زما په خوب کښې د الله پاک ديدن نصيب شو، ما ته الله پاک دا خبر ارشاد اوفرمائيلو.