Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

ځائے نه خوندونه اخستل او کله چې سحر شو نو هغه په خپله حجره کښې وو. دا سلسله تر ډيرو ورځو پورې هم دغه شان روانه وه چې هغه ته هره شپه داسې ښکاريدله چې فرښتې هغه په سورلئ کښينوي او د جنّت سيل پرې کوي او قِسما قِسم ميوې پرې خوري تر دې چې هغه د تکبر او غرور ښکار شو او دا دعویٰ ئې شروع کړه چې د هغه حالت هٰغه کمال ته رسيدلے دے چې د هغه شپې هم په جنّت کښې تيريږي. خلقو د هغه په باره کښې حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته اووئيل نو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د هغه خوا له راغلے نو اوئې کتل چې هغه ډير په تکبر کښې ناست دے. هغوئي د هغه نه د حالت پوښتنه اوکړه نو هغه ډير په فخر د خپل اوچت مقام او د جنّت د سيل ذِکر اوکړو، هم دغسې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: چې نن کله جنّت ته لاړ شې نو 3 ځله لَاحَوْلَ وَلَاقُوَّۃ اِلَّا بِاللّٰہ ِ الْعَلِیِّ الْعَظِیْم اولوله. هغه اووئيل: ډيره ښه ده، هم دغسې چې حسبِ معمول کله هغه جنّت ته لاړلو نو په راياديدو ئې صِرف د تجربے په طور 3 ځله لَاحَوْلَ وَلَاقُوَّۃ اِلَّا بِاللّٰہ ِ الْعَلِیِّ الْعَظِیْم اولوستل. نو د هغه بوتلونکو ټولو خلقو چغې کړې او اوتښتيدل او هغه څه ګوري چې جنّت د سترګو په رَپ کښې د هغه د سترګو نه پناه شو او هغه په پليتئ او سخا ځائے باندې ناست دے او د هغه نه ګير چاپيره مُردار هډوکي پراته دي. هٰغه وخت هغه ته پته اولګيده چې دا د شيطان جال وو او زه په دې جال کښې ګير ووم. فوراً ئې توبه کړه او د خپل پير و مُرشِد سيد الطائفه حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خِدمت کښې حاضر شو.[1]


 

 



[1]... کَشْفُ الْمَحْجُوب، مترجم، صفحہ:500۔