Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi

فِراست نه اويريږئ چې بے شکه هغه د الله پاک په نُور سره ليدل كوي.[1]

د هغه کافِر شوق شو چې د دې خبرې ازميښت اوكړي، هم دغسې هغه اسلامي جامے واغوستلې، پټکے ئې په سر کړو او پوره د مسلمانانو حُليه خپله کړه او د مختلفو مَشَائِخِ کرامو (يعنې د لوئے لوئے عالِمَانو او اوليائے کرامو) په خِدمت کښې ئې حاضري شروع کړه، د چا په خدمت کښې چې به هم حاضريدلو، د هغوئي نه به ئې د دې حديث شريف د مطلب پوښتنه کوله چې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د مُؤمِن د فِراست نه ځان ساتئ چې هغه د الله پاک په نُور سره كتل كوي، د دې حديث شريف څه مطلب دے؟ هغه عالِم صاحب يا ولِـىُّ الله به د حديث شريف معنیٰ وئيله. د داسې کولو سره يوه ورځ دا کافِر د سَيِّدُ الطَّائفه (يعنې د اولياؤ سردار) حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خِدمت کښې حاضر شو، خلق راغونډ شوي وو، حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيان فرمائيلو، هغه هم د بيان په وخت پوښتنه اوکړه: عالي جاه! رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اِتَّقُوْا فِرَاسَۃُ الْمُؤْمِنِ فَاِنَّہ یَنْظُرُ بِنُوْرِ اللّٰہ (د مُؤمِن د فِراست نه ځان ساتئ چې هغه د الله پاک په نُور سره كتل كوي) د دې حديثِ پاک څه مطلب دے؟

حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خپل مُؤمِنَانه فِراست سره اوپيژندلو او اوئې فرمائيل: د دې حديث دا مطلب دے چې تۀ کُفر پريږده او اسلام قبول کړه. بَس دومره اوريدل وو چې هغه بے قراره شو او فوراً ئې کلمه اووئيله او


 

 



[1]... ترمذی، کتاب التفسیر القرآن، باب و من سورۃ الحجر، صفحہ:723 ، حدیث:3127۔