Book Name:Faizan e Hazrat Junaid Baghdadi
عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اِتَّقُوْا فِرَاسَۃُ الْمُؤْمِنِ فَاِنَّہ یَنْظُرُ بِنُوْرِ اللّٰہ يعنې د مؤمن د فِراست نه اويريږئ چې بے شکه هغه د الله پاک په نُور سره كتل كوي.[1]
د دې حديثِ پاک په شرح کښې علّامه عبد الرؤوف مَنَاوِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې کوم مدني ګُل ورکړے دے، د هغې خلاصه دا ده چې په دې حديثِ پاک کښې اووئيلے شو چې کامِل ايمان والا مؤمِن (مثلاً ولِـيُّ الله) د الله پاک په نُور سره كتل كوي، د دې مطلب دا دے چې هغه د زړه په سترګو ګوري کوم چې د الله پاک په عطا شوي نُور روښانه وي، د دې نُور په ذريعه زړه روښانه شي او د آئينے په شان شي، بيا چې د هغه مخې ته څه راځي، داسې واضحه وي، لکه څنګه چې د آئينے مخے ته هر څه صفا په نظر راځي.[2]
بيا په دې حديث شريف کښې د داسې کامِل ايمان والا مُؤمِن د فِراست نه د بچ کيدلو حکم شوے دے، د دې مطلب دا دے چې د کامِلُ الاِيمان مُؤمِن (مثلاً) د اوليائے کرامو مخے ته د ګناهونو نه د بچ کيدو نه ځان ساتئ، د هغوئي مخے ته زړه قابو ساتئ! د باطِني ګناهونو (مثلاً حسد، بدګمانئ وغيره) نه هم ځان بچ ساتئ او د ظاهري ګناهونو نه هم ځان بچ ساتئ ګنې دا کامِل ايمان والا به د خپل ايمان د نُور په ذريعه ستاسو د ګناهونو نه خبر شي او کيدے شي چې تاسو د هغوئي په مخکښې اوشرميږئ. [3]