Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

Book Name:Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

*عِلمِ دِين به زده کووم * په اَدب به کښينم * نصيحت به حاصلووم *د اَحمَدِ مجتبیٰ، مُحَمَّد مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په پاک نوم اوريدو به درودِ پاک لولم.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! نن د يوې ځانګړې، ناشنا او ايمان تازه کوونکې موضوع سره حاضر يم، اُميد دے چې د دې موضوع په نوم اوريدو به د عاشقانو زړونه خوشحاله شي، رُوح به ئې خوشحاله او ايمان به ئې تازه شي. موضوع د هٰغه عظيم الشانه او اعلیٰ ترين نعمت په باره کښې ده چې هر رښتونے عاشقِ رسول ټول عمر د دې نعمت خواهش لري، د دې ارمان لري، د دې د پاره سوالونه کوي او د الله پاک د رحمت اميدوار وي او د دې نعمت نصيب کيدو په انتظار وي. موضوع څه ده؟ لږ په زړه لاس کيږدئ او واورئ! زمونږه ننئ موضوع ده: په جنّت کښې د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګاؤنډي.

 څومره ايمان تازه کوونکې موضوع ده...!! لږ د عاشقانو د امام،  اعلیٰ حضرت، امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ارمان واورئ! ليکي:

جنّت نہ دَیں، نہ دَیں تری رُویَت ہو خیر سے

اس گُل کے آگے کس کو ہَوَس برگ و بر کی ہے

شربت نہ دَیں، نہ دَیں، تُو کرے بات لطف سے

یہ  شہد  ہو  تو  پِھر  کسے  پروا  شکر  کی  ہے ([1])

وضاحت: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! جنّت عطا کيدل يا نه عطا کيدل د الله پاک په رضا باندې منحصر دي، زما ارمان دا دے چې داسې ځائے رانصيب شي د چرته نه چې ستاسو ديدار کيږي، چې دا ګُل رانصيب شي نو بيا د جنّت په ګلونو او پاڼو (يعنې د هغه ځائے په نعمتونو)


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحہ:227۔