Book Name:Jannat Mein Aaqa Ka Parosi
د پاره د اوبو او د مسواک وغيره سره حاضر شوم. (زما دا خدمت ئې چې اوليدلو نو د کرم درياب په جوش کښې راغلے، د سخيانو سخي، مکي مدني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عطاګانو دروازه برسيره کړه او) اوئې فرمائيل: سَلْ! اے ربيعه! اوغواړه! ما عرض اوکړو: اَسْاَلُکَ مُرَافَقَتَکَ فِیْ الْجَنَّۃِ يعنې يَا رسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زه ستاسو نه په جنّت کښې ستاسو ګاؤنډ غواړم. ([1])
سائل ہوں ترا، مانگتا ہوں تجھ سے تجھی کو
معلوم ہے مجھ کو تری اِقرار کی عادت
حضرت جمیلِ رضوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي:
میں تری دَیْن کے قربان کہ تیرے منگتا
تجھ سے جو چاہتے ہیں مانگ لیا کرتے ہیں([2])
په غوښتلو خو حضرت ربيعه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هر څه غوښتلي وو خو زما آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سخيانو سخي دے، د هغوئي د عطاګانو شان ځانګړے دے.
میرے کریم سے گر قطرہ کسی نے مانگا
دریا بہا دئیے ہیں، دُرّ(موتی) بےبہا(بےشُمار) دئیے ہیں([3])
حضرت ربيعه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په جنّت کښې د آقا ګاؤنډ غوښتے وو، سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اَوَ غَیْرَ ذٰلِکَ يعنې څه نور څه هم پکار دي؟ عرض ئې اوکړو: ہُوَ ذٰاکَ يعنې هُم دا پکار دي. ([4])