Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

يعنې بيا هٰغه مرغۍ راوبلۍ! هغوئي به پۀ منډه ستاسو خوا له راشي.

حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام هم داسې وکړل، څلور مرغۍ يـې راواخستې، کومې کومې مرغۍ وې؟ علمائے کرام فرمائي: هغوئي (1): يو طاؤس (2): يو بانګي (3): يوه کونتره (4): او يو ټَپوس يا کارغه راونيول. هغه يـې د ځان سره عادت کړل، بيا يـې هغه څلور واړه ذبح کړل، د هغوئي سرونه يـې ځان سره کيښودل او هغوئي يـې د يو بل سره ګډ وډ قيمه کړل بيا يـې هغه قيمه څلور ځايه کړه او پۀ څلورو مختلفو غرونو باندې يـې هُم هغسې ګډه وډه کيښوده، بيا يـې چې څنګه هغوئي ته غږ وکړو نو د هٰغه څلورو واړو غوښه د خپلو ځايونو نه راوالوتله او د هغوئي خوا له راغله او د خپلو خپلو سرونو سره يو ځائے شوه، هم داسې څلور واړه مرغۍ بيا راژوندۍ شوې. الله پاک ووفرمائيل:

وَ اعْلَمْ اَنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ۠(۲۶۰) (پارہ:2، البقرہ:260)

ترجمہ ٔکنزُالعِرفان: او پوهه شه چې الله غالِب حِکمت والا دے.

يعنې پوهه شه چې الله پاک غالِب دے، هغه د مجبوره کيدلو نه پاک دے، هغه حکمت والا دے، د هغۀ يو کار هم د حکمت نه خالي نه وي. (تفسير نعيمي)

سب کا پیدا کرنے والا، میرا مولیٰ! میرا مولیٰ!

 سب سے اَفْضَل سب سے اَعلیٰ میرا مولیٰ! میرا مولیٰ!

جگ کا خالِق، سب کا مالِک، وہ ہی باقِی، باقِی ھَالِک(فنا ہونے والے)