Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

يقين لرم چې تۀ به مړي راژوندي کوې خو دا مړي به څنګ راژوندي کيږي؟ دا ما ته وښايئ. (تفسير نعيمي)

پۀ دې باندې چا اِعتراض کولے شو چې شايد د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام څۀ شک وو، لہٰذا الله پاک هم د هغوئي پۀ خُله جواب عطا کړو، ارشاد وشو:

اَوَ لَمْ تُؤْمِنْؕ- (پارہ:2، البقرہ:260)

ترجمہ ٔکنزُالعِرفان: آيا ته يقين نه لرې؟ 

حضرت ابراهیم عَلَیْهِ السَّلَام عرض وکړو:

بَلٰى وَ لٰكِنْ لِّیَطْمَىٕنَّ قَلْبِیْؕ- (پارہ:2، البقرہ:260)

ترجمہ ٔکنزُالعِرفان: يقين ولې نه لرم خو دا (غواړم) چې زما زړه ته قرار حاصل شي.

يعنې اے کريم مالِکه! تۀ مړي راژوندي کوې پۀ دې باندې زما پوره يقين دے، پوخ ايمان مې دے، خو تر اوسه پورې ما ته عِلْمُ الْیَقِیْن حاصل دے (يعنې ما ته د وحي پۀ ذريعه معلومه شوې ده او منلې مې ده او پوره يقين مې کړے دے) خو اوس عَیْنُ الْیَقِیْن (يعنې پۀ سترګو ليدلو سره نور پوخ يقين) حاصلول غواړم. (تفسير نعيمي)

الله کريم د هغوئي دا درخواست پوره کړو او حکم وشو: اے ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام ! څلور مرغۍ راونيسئ! هغه د ځان سره عادتې کړئ! بيا هغه ذبح کړئ! بيا يـې قيمه کړئ! بيا د هغې غوښه د يوې بلې سره ګډه وډه کړئ! بيا د هغوئي سرونه د ځان سره کيږدئ! او د غوښې څلور حصې کړئ او پۀ څلورو غرونو باندې يـې کيږدئ! او

ثُمَّ ادْعُهُنَّ (پارہ:2، البقرہ:260)

ترجمہ ٔکنزُالعِرفان: بيا هغوئي را اُوبله.