Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

به کافِر وي او ماښام به مؤمِن [وي] نو سحر به کافِر وي. ([1])

آه! افسوس! ځائے پۀ ځائے فتنې راوچتيږي، هره ورځ يوه نوې فتنه سر راوچتوي او د ډيرې خطرې خبره دا ده چې دا فتنې هر يو کَس ته [پۀ ډيره اسانئ] رارسيدے شي. پخوا به فتنې کمې وې او بيا حالت دا وو چې پۀ يو ملک يا پۀ يو ښار کښې به فتنه راوچته شوه نو نورو علاقو ته به د هغه فتنې پۀ خبر رسيدو کښې مياشتې او کلونه لګيدل خو اوس د سوشل ميډيا دور دے، سائنس او ټيکنالوجۍ ترقي کړې ده، اوس حالات داسې دي چې د دُنيا پۀ يو ګوټ کښې چې يوه فتنه راوچته شي نو د هغې اثرات پۀ يو څو سيکنډو کښې د دنيا بَل ګوټ ته وَرَسي.

پخوا به فتنې کمې وې خو د ايمان د حفاظت کولو فِکر به زيات وو خو پۀ دې دور کښې ډيره د افسوس او حيرانتيا خبره دا ده چې اوس فتنې ډيرې دي، د ايمان لوټ کيدو موقعې ډيرې دي خو د ايمان د حفاظت کولو فِکر ډير کم خلق کوي.

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! زمونږ سره د ټولو نه لوئي دولت ايمان دے، د دې حفاظت کول زمونږه ذمه واري ده او د دې حفاظت به څنګ کوو؟ د دې حفاظت به پۀ ايمان مضبوطولو کوو...!! اوګورئ! چې کله کورونا وائرس راغلے وو نو ډاکټرانو صاحبانو به وئيل: خپل مُدافعتي نظام مضبوط کړئ نو د کورونا نه به تر ډيره حده پورې بچ شئ.

يعنې مُدَافعتي نظام چې څومره مضبوط وي، انسان د وائرس او نورو


 

 



[1]... مسلم ،  کتاب الایمان ،  باب الحثّ علی المبادرۃ بالاعمال، صفحہ:62، حدیث:186 ۔