Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat
ترجمه: پۀ تاسو کښې څوک هم تر هٰغه وخته پورې کامِل ايمان والا نشي کيدے، تر څو چې ما د خپل مور پلار، اولاد او د ټولو نه زيات محبوب جوړ نکړي.([1])
معلومه شوه چې چې د رَسُولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره ډير زيات محبت کول ايمان مضبوطوي.
* پۀ حديثِ پاک کښې ارشاد شوے دے:
اَوْثَقُ عُرَی الْاِیْمَانِ اَلْحُبُّ فِی اللہِ
ترجمه: يعنې د الله پاک د رضا د پاره (د الله پاک د بندګانو سره) محبت کول، د ايمان د ټولو نه مضبوطه رَسۍ ده.
معلومه شوه چې د الله پاک د نيکانو بندګانو، نبيانو او وليانو سره، صحابۀ کرامو او اهلِ بيتو سره پۀ محبت کولو، دې ټولو پاکو هستيانو سره د خپل رُوحاني تعلق مضبوطولو سره ايمان پخيږي.
* پۀ يو بل حديثِ پاک کښې دي:
لَا یُؤْمِنُ اَحَدُکُمْ حَتّٰی یَکُوْنَ ھَوَاہُ تَبِعًا لِمَا جِئْتُ بِہٖ
ترجمه: يعنې پۀ تاسو کښې څوک هم تر هٰغه وخته پورې کامِل مؤمِن نشي کيدے، تر څو پورې چې د هغۀ خواهشونه زما د راوړے شوي دِين تابع نشي.([2])
معلومه شوه چې د خپلو خواهشونو ختمولو او پۀ دِين باندې د عمل کولو سره ايمان مضبوطيږي.