Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

* پۀ يو بل حديثِ پاک کښې دي:

لَا یُؤْمِنُ اَحَدُکُمْ حَتّٰی یُحِبَّ لِاَخِیْہِ مَا یُحِبُّ لِنَفْسِہٖ

ترجمه: يعنې پۀ تاسو کښې څوک هم تر هٰغه وخته پورې کامِل مؤمِن نشي کيدے، تر څو پورې چې د خپل ورور د پاره هم هٰغه څۀ خوښ نکړي، څۀ چې د ځان د پاره خوښوي.([1])

معلومه شوه چې څۀ د ځان د پاره خوښوئ، هُم هٰغه د نورو د پاره خوښول شروع کړئ * که د ځان د پاره مو عزّت خوښ دے نو نورو له عزّت ورکول شروع کړئ * که د ځان د پاره مو اسانۍ خوښې دي نو نورو له هم اسانۍ ورکول شروع کړئ * که خپل تعريف مو خوښ دے نو د نورو تعريف کوونکي * د غيبت او چغلۍ وغيره نه بچ کيدونکي جوړ شئ، غرض چې کوم ښه والے مو د ځان د پاره خوښ دے هم هٰغه د خپلو مسلمانانو وروڼو د پاره هم خوښول شروع کړئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ايمان به مو مضبوط شي.

ما دا يو څو حديثونه عرض کړل، د دې نه علاوه نور هم ډير حديثونه دي، پۀ کومو کښې چې مونږ ته د ايمان مضبوطولو طريقې ميلاويږي، هغه ولولئ زده يـې کړئ، او عمل پرې وکړئ. اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ايمان به مو مضبوطيږي او د فتنو نه به حفاظت درنصيب کيږي.

ہر دَم ابلیس پیچھے لگا ہے       حِفْظِ ایمان کی التجا ہے

ہو کرم اَمَنِ روزِ جزا کی         میرے مولیٰ تُو خیرات دیدے

رُوح عطّار کی جب جُدا ہو       سامنے جلوۂ مصطفےٰ ہو


 

 



[1]... بخاری، کتاب بدء الایمان، باب من الایمان ان یحب...الخ صفحہ:74، حدیث:13۔