Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat
رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي:
مَا مِنْ اَيَّامٍ اَلْعَمَلُ الصَّالِحُ فِيهَا اَحَبُّ اِلَى اللَّهِ مِنْ هٰذِهِ الْاَيَّامِ
ترجمه: يوه ورځ داسې نشته پۀ کومه کښې چې نيک عمل کول د الله پاک پۀ نزد د دې لسو ورځو نه زيات محبوب وي. ([1])
يعنې پۀ عامو ورځو کښې چې کومه نيکي وکړے شي هغه هم د الله پاک ډيره خوښه ده، پۀ عامو ورځو کښې نيکي کول هم ډيره د فضيلت خبره ده خو د عامو ورځو پۀ نسبت پۀ عشرۀ ذِو الحج (يعنې د ذُو الحج پۀ وړومبو لسو ورځو کښې) نيکي کول الله پاک ته ډيره زياته محبوب ده.
* پۀ يو بَل روايت کښې دي:
وَالْعَمَلُ فِيهِنَّ يُضَاعَفُ سَبْعُ مِئَةِ ضِعْفٍ
ترجمه: پۀ دې لسو ورځو کښې د نيکۍ ثواب 700 چنده زيات کړے شي.([2])
*پۀ ترمذي شريف کښې حديثِ پاک دے: مَا مِنْ أَيَّامٍ أَحَبُّ إِلَى اللَّهِ أَنْ يُتَعَبَّدَ لَهُ فِيهَا مِنْ عَشْرِ ذِي الحِجَّةِ يعنې پۀ عشرۀ ذِي الحج کښې عبادت کول الله پاک ته د عامو ورځو پۀ نسبت زيات محبوب دے يَعْدِلُ صِيَامُ كُلِّ يَوْمٍ مِّنْهَا بِصِيَامِ سَنَةٍ پۀ دې ورځو کښې د يوې ورځې روژه د يو کال د روژو برابر ده وَقِيَامُ كُلِّ لَيْلَةٍ مِّنْهَا بِقِيَامِ لَيْلَةِ القَدْرِ او د دې ورځو د هرې شپې قيام (يعنې عبادت کول) د شبِ قدر د قيام برابر دے. ([3])