Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat
ځکه هغوئي ته خَلِيلُ الله وئيلے شي *د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام نه پس چې څومره هم انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام تشريف راوړے دے، ټول د هغوئي پۀ اولاد کښې دي، ځکه هغوئي ته ” اَبُوالْاَنْبِیَا (يعنې د انبيائے کرامو پلار) هم وئيلے شي *حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام هٰغه وړومبنے انسان دے چا چې باقاعده د اهتمام سره د ميلمه ميلمستيا فرمائيلې وه([1]) ځکه د هغوئي لقب دے: اَبُو الضَّیْفَان يعنې ميلمستيا کوونکے.([2]) *د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام حُليه مُبَارَکه او ظاهري شکل او صورت د تاجدارِ انبيا، مُحَمَّد مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ شان وو، تر دې پورې چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: که حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام ليدل غواړئ نو خپل صاحب (يعنې مُحَمَّد مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) ته وګورئ...!! ([3])
وہ جَدِّ مصطفےٰ ہیں، رَبّ کے خلیل ہیں ہے نام ابراہیم، وَجِیہ و جلیل ہیں
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ قرآنِ کريم کښې پۀ ډيرو ځايونو کښې د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام ذِکرِ خير شوے دے، د هغوئي صفتونه او کمالونه، د هغوئي معجزې، د هغوئي اطاعت او فرمانبرداري او د الله پاک سره محبت وغيره ډير ښکلي او ښائسته واقعات هم پۀ قرآنِ مجيد کښې بيان