Book Name:Shehar e Muhabbat

د دې دُعا نه پس الله پاک د خپل خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاره د مدينے منورې انتخاب ووفرمائيلو، د دې نه دا معلومه شوه چې مدينه طيبه د الله پاک پۀ نزد محبوب ترين ځائے دے۔

شاہ تم نے مدینہ اپنایا                                                                                                واہ! کیا بات ہے مدینے کی

اپنا روضہ اسی میں بنوایا                                                                                      واہ! کیا بات ہے مدینے کی([1])

پۀ تَورَات شريف کښې د مدينے منورې ذِکر

حضرت کَعب الاَحبار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ څوک چې د تَورَات شريف هم عالِم وو، د قرآنِ مجيد هم عالِم وو، هغوئي فرمائي: تَورَات شريف (کوم چې پۀ حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام باندې نازل شو، پۀ دې) کښې الله پاک مدينه طيبه داسې مخاطب کړه: یَا طَیْبَۃُ! یَا طَابَۃُ! یَا مَسْکِیْنَۃُ! لَا تَقبُلِیْ الْکُنُوْزَ اِرْفَعِیْ اَجَاجِیْرَکَ عَلیٰ اَجَاجِیْرِ الْقُرٰی اے طيبه! اے طَابه۔۔۔!! (يعنې اے پاکې زمکې!) اے مَسکِينه (يعنې د سکون او قرار والا زمکې)! تۀ خزانے مۀ قبلوه۔۔۔!! تۀ خپل شان او شوکت د نورو ښارونو د شان نه اوچت ساته۔۔۔!! ([2])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے د مدينے منورې۔۔۔!! غور وکړئ! الله کريم مدينه طيبه مخاطب کوله، د دې د پاره خو صرف يو ځل یَا طَیْبہ! وئيل هم کافي وو، الله پاک، پاک دے، رَبُّ العَالَمِين دے، هغۀ چې يو ځل هم څوک داسې مخاطب کړي، د هغه عظمتونه څلور نۀ بلکې 12 چنده اوچت شي خو قربان شم! دا مدينه منوَّره ده، دا د محبوب ښار دے، لکه څنګه چې د رَبِّ رحمان د خپل محبوب سره بے مثاله محبّت دے، هم داسې د محبوب ښار هم محبوب دے، ځکه چې کله يـې د مدينے منورې پاکه زمکه مخاطب کوله نو صِرف يو


 

 



[1]... وسائل بخشش، صفحہ:388۔

[2]... فتح الباری لابن حجر، کتاب فضائل المدینہ، باب المدینہ طابۃ، زیرِ حدیث:1872، جلد:4، صفحہ:115۔