Book Name:Shehar e Muhabbat

دا دے چې مدينه افضل ده۔ ([1]) بلکې پۀ حديثِ پاک کښې ارشاد دے: اَلْمَدِیْنَۃُ اَفْضَلُ مِنْ مَکَّۃَ مدينه د مکے نه افضل ده۔ ([2])

کیونکر نہ ہو مکّے سے سِوا شانِ مدینہ                            وہ جبکہ ہو مسکنِ سلطانِ مدینہ

مکّے کو شرف ہے تو مدینے کے سبب سے                                       اس واسطے مکہ بھی ہے قربانِ مدینہ

آتے ہیں سرِ عجز جھکائے ہوئے لاکھوں    شاہانِ جہاں پیشِ گدایانِ مدینہ

مرنے پہ بھی چھوڑیں گے نہ محبوب کا کوچہ                                             عشّاق کی جنّت ہے بیابانِ مدینہ

ہے عرض جمیلِ رضوی کا یہ خُلاصہ                  لاشہ ہو مرا اور بیابانِ مدینہ([3])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                          صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

مدينه منوَّره محبوب ښار دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د مدينے منورې فضائل بے شميره دي، پۀ دې کښې يو فضيلت دا هم دے چې مدينه منوَّره د محبّت ښار دے۔ د دې پاک ښار د 100 نه زيات نومونه دي، پۀ هغې کښې درې نومونه دا دي: (1): مَحبُوبَه (2): مُحَبَّه (3): مُحَبَّبَه۔ د دې دريو واړو نومونو معانې تقريباً يو شان دي۔ مطلب دا دے چې مدينه منوَّره محبوب ښار دے، ښکلے ښار دے، دا عظيمُ الشان ښار د محبّت ښار دے۔

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مدينه طيبه هٰغه مقدس ښار دے، د کوم سره چې الله پاک هم محبّت فرمائي، د هغۀ رسولان ورسره هم محبّت فرمائي، خاص طور آخري نبي، مُحَمَّدِ عربي               صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو ورسره ډير محبّت کوي، د الله پاک فرښتے هم د مدينے منورې سره


 

 



[1]... فتاویٰ رضویہ، جلد:10، صفحہ:711۔

[2]... فضائل المدینہ للجندی، صفحہ:23، حدیث:12۔

[3]... قبالۂ بخشش، صفحہ:230، 232 ملتقطاً۔