Book Name:Shehar e Muhabbat

څنګه د الله پاک د آخري نبي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره بے مثاله محبّت دے، هم داسې الله پاک د هغوئي د پاک ښار سره هم باکماله محبّت فرمائي۔

عجب پیاری پیاری ہے صُورت کسی کی              ہمیں کیا خُدا کو ہے اُلفت کسی کی

کسی کو کسی سے ہوئی ہے نہ ہو گی                                    خُدا کو ہے جتنی محبّت کسی کی

مدینہ کا جنگل ہو اور ہم ہوں زاہِد...!!               نہیں چاہئے ہم کو جنّت کسی کی

وضاحت: اَللہُ اَکْبَر! د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رخسار مبارک څومره ښکلے دے چې يواځې زمونږ نۀ بلکې د الله پاک هم د دې نوراني مخ سره ډير اُلفت او محبّت دے، بلکې داسې ووايئ چې لکه څنګه محبّت د الله پاک د خپل حبيب سره دے داسې محبّت نۀ د چا د چا سره دے او نه به بيا وي، زمونږه داسې جنّت پۀ کوم کښې چې د خوږ آقا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ملګرتيا نه وي د هغې پۀ مقابله کښې چې پۀ کوم مقدس ښار کښې حبيبِ اکرم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارام فرمائي، د هغې ځنګلونه هم قبول دي۔

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                          صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د فرښتو د مدينے منورې سره محبّت

 خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مدينه منوَّرہ د الله پاک هم محبوب ښار دے، د دې سره سره فرښتے هم د مدينے منورې سره محبّت کوي۔ ډير مشهور روايت دے، حضرت کَعبُ الاَحبَار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: چې کله سحر کيږي نو 70 زره فرښتے مدينے منورې ته حاضريږي، د خوږ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم روضه مبارکه پۀ خپلو وَزَرو باندې پټوي او (څۀ کوي؟ اوئې فرمائيل): یُصَلُّوْنَ عَلَی النَّبِیْ، د خپل خوږ آقا و مولا، رسولِ خُدا، احمدِ مجتبٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې د