Book Name:Shehar e Muhabbat

دي۔

* رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: عقل مند هغۀ دے چې خپله محاسبه او د مرګ نه وروستو ژوند د پاره عمل وکړي ([1]) * د ځان د اصلاح کولو او د شيطان نه د بچ کيدو بهترينه طريقه هم دا ده چې مونږ د خپلو عادتونو، خپل کردار او د خپلو اعمالو جائزه اخلو۔  پۀ اوسني وخت کښې اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د خپل ځان د جائزې اخستو اسانه طريقه ښودلې ده:
رساله نيک اعمال * د زيات عمر اسلامي وروڼو د پاره پۀ نيک اعمال رساله کښې 72 سوالونه او جوابونه ليکلے شوي دي * د هر سوال نه لاندې 30 خانې دي * هره ورځ د سوال لوستلو سره خپله جائزه اخستل دي او خانے ډکول دي * د ښه اسلامي ژوند تيرولو بهترينه نسخه ده * د دې پۀ ذريعه پته نه لګي چې د څومره خلقو اصلاح شوې ده۔

تاسو هم دا رساله واخلئ! د نيک اعمال مطابق روزانه خپله جائزه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ! ډيره فائده به در ورسي * اخلاق به مو ښه کيږي * کردار به مو ښه شي * عادتونه به مو ښه شي * پۀ نيکو باندې به مو استقامت نصيب شي * د ګناهونو نه به مو نفرت شي * زړۀ به مو روښانه شي * د الله محبّت به مو نصيب شي * عشق رسول به مو زيات شي * روحانيت به درته ميلاو شي او * د آخرت فکر به مو نصيب شي۔

د نيک اعمال رسالې برکتونه

د نيو کراچۍ د يو اِسلامي ورور د بيان خلاصه ده چې زمونږ د علاقې د جومات امام صاحب څوک چې د دعوتِ اِسلامي سره تعلق لري، هغۀ انفرادي کوشش وکړو او زما مشر ورور له يـې نيک اعمال رساله پۀ تحفه کښې ورکړه۔ هغۀ کور ته راوړه او اوئې


 

 



[1]... ترمذی، ابواب صفۃ القیامۃ، صفحہ:583، حدیث:2459 ۔